که له ۱۲ څخه تر ۱۵ کلونو پورې عمر لری او د فوټبال مینه‎وال یاست، د افغانستان غوره لیګ تاسو ته یو هیجانوونکی فرصت برابر کړی تر څو وکولای شی د دبی ښار یو له تر ټولو غوره او نامتو فوټبال کلبونو کې د دوو اونیو لپاره د فوټبال زده‎کړې ترسره کړی! 

د دې سفر په لړ کې تاسو د نړیواله او سترو روزونکو تر څارنې لاندې، په مسلکي توګه فوټبال لوبېدنه زده کولای شئ. 

دا سیالۍ په ۳ پړاوونو کې ترسره کېږي، هیله کېږي په یاد وساتئ چې باید د دې آزموینو په ټولو پړاوونو کې بریالي شی تر څو وکولای شی د دې سیالیو طلایي فرصت ترلاسه کړی: 

لومړی پړاو: د ګډون فورم پوښتنې (د چنګاښ له ۱۰ نېټې څخه د زمري تر ۲۵)

مهرباني وکړئ یوه مقاله ولیکئ او یا داسې نور هنري کارونه مو زموږ سره شریک کړئ، لکه: 

۱ – شعر 

۲ – سندره 

۳ – رپ

۴ – لنډه ویډیو

موضوع باید په دې اړه وي چې «ورزش په افغانستان کې د تاوترېخوالې او افراطي چلند پر وړاندې د جګړې او د ملي یووالې د ټینګښت لپاره څه رول ادا کوي؟» 

 

دوهم پړاو: فوټبالي مهارتونه – لومړې آزموینه (د چنګاښ له ۳۱ نېټې څخه د زمري تر ۹)

  • ۸۰۰ ګډونوال (۱۰۰ ګډون‎کوونکي له هر ولایت څخه) د غوښتنې فورم وړاندې کونې وروسته ټاکل کېږي او وروسته له هغه دا ګډون‎کوونکي خپل فوټبالي مهارتونه یوې سیالۍ کې نندارې ته وړاندې کوي. 
  • له دې ګډون‎کوونکو څخه اته کسان چې د افغانستان د ۸ مرکزونو څخه استازېتوب کوي، پایلنې سیالۍ ته لاره مومي. 
  • په پای کې، له هر زون څخه یوازې ۱ هلک او ۱ نجلۍ ټاکل کېږي. 

 

دریم پړاو: فوټبالي مهارتونه – دوهمه آزموینه (د زمري ۲۶ نېټې څخه د تلې تر ۲۲ نېټې په لړ کې)

  • ۱۶ فاینلسټ (له هر زون څخه ۱ نجلۍ او ۱ هلک) د کابل پایلني ټاکنیزې سیالۍ کې د ګډون لپاره بلل کېږي. 
  • د فوټبال لا اساسي مهارتونو یوه آزموینه په لاره اچول کېږي چې په هغه کې ۸ فاینلسټ ګډونوال ټاکل کېږي، دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ نیمه‎پایلني او پایلني سیالیو په لړ کې په لاره اچول کېږي. 
  • په پای کې، دوه ګټونکي (۱ نجلۍ او ۱ هلک) د افغانستان غوره لیګ د پایلنې سیالۍ د لومړۍ نیمې د پای ته رسېدنې وروسته په ژوندۍ بڼه معرفي کېږي او خپلې ډالۍ ترلاسه کوي. 

د پام وړ ټکې:

1.په دې سیالیو کې د ګډون لپاره، باید له ۱۲ څخه ۱۵ کلونو پورې عمر ولری او د فوټبال اساسي مهارتونو څخه برخه‎من ووسئ.

2.د ګډون فورم باید د خپل (نوم، عمر، استوګنځي او ښوونځي) ذکر سره په بشپړه توګه ډک کړی، فورم د دې پاڼې لاندې برخې کې د لاسرسۍ وړ دی. 

3.د افغانستان غوره لیګ د ټولو ټاکل شوي ګډونوالو سره اړیکه نیسي ترڅو په آزموینو کې د ګډون لپاره حاضر شي. 

موږ هیله‎من یو تر څو د دې آزموینې له لارې ځوانان وکولای شي د پوهنې، صحت، او د خپل راتلونکې په ارزښت پوه شي. په ځانګړې توګه، دا سیالۍ د ورزش له لارې د تاوترېخوالې او افراطي چلند پر وړاندې جګړې ته وده ورکوي او هڅه کوي تر څو ځوانان د پوهنې او ورزش په ارزښت پوه شي. د دې موخې په ترڅ کې، موږ د هغو ارزښتونو ودې لپاره هلې‎ځلې کوو چې په عین وخت کې هم د ماشومانو د ټولنیز شخصیت د ودې لامل کېږي او هم د هغو فوټبالي مهارتونو ته وده ورکوي.