نن، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۵ نېټه، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د «موجهای آمو» او «د میوند اتلان» لوبډلو تر منځ یوه هیجانوونکې سیالۍ په لاره اچول کېږي. دا لوبه، د نیمهپایلني پړاو دوهمه راتګ لوبه ده چې د له غرمې نه وروسته په ۰۲:۳۰ بجو خپرېږي.
په تګ لوبې کې چې د موجهای آمو په کوربهتوب ترسره شوه، سربېره پر دې چې لومړی ګول موجهای آمو ترسره کړ خو بیا هم په پای کې د میوند اتلان وکولای شو د ۳ – ۲ پایلې سره موجهای آمو ته ماتې ورکړي. مګر نن د میوند پر وړاندې یو بل څپرکی پروت دی، څرنګه چې دواړې لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلني پړاو کې د ګډون چانس لري.
همدارنګه، پرون شاهین آسمایي وکولای شو د ۶ ګولونو توپیر سره د افغانستان روشن غوره لیګ پایلني پړاو ته لاره ومومي.
عتیق الله شیرزاد، د موجهای آمو مدافع وایي: «موږ په تګ لوبې کې خپل کمزروي ټکي په ښه توګه ارزولي او د نن ورځې سیالۍ لپاره بشپړې چمتووالې لرو. نن به زموږ د دفاعي کرښې تلنلاره ډېره غوره وي او د لا زیات پاملرنې او هماهنګۍ سره ولوبېږو. پرته له شکه، موږ په دې میدان کې او همدارنګه په ټولهییزه توګه د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره ډېر هیلهمن یو.»
تېر کال، د میوند اتلان په خپل وروستۍ سیالۍ کې د موجهای آمو لوبډلې پر وړاندې بریا سره وکولای شو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ دریم مقام خپل کړي. د سهیل لوېدیځ حوزې استازي د خپل تېر کال اتلولۍ د تکرار لپاره په اوسني څپرکې کې خپل مهارتونه او وړتیاوې لا زیاتې کړي.
د دې لپاره چې آمو وکولای شي پایلني پړاو ته لاره ومومي، باید د نن ورځې سیالۍ د ۲ ګولونو توپیر سره وګټي، که نه نو، هغوی باید د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دریم مقام ګټنې لپاره د سیمرغ البرز سره ولوبېږي.
د دې سیالۍ ننداره له لاسه مه ورکوئ! دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوبپاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ.