شاهین آسمايي ټیم د کاروان پوهنتون څخه کتنه وکړه. هغوي د درسي ټولګي، کامپیوټر لابراتوار، کنفرانس خونې او کفتریا نه لیدنه وکړه او وروسته له هغې یې د محصلینو سره یوه دوستانه لوبه په لاره واچوله. دې لوبغاړو د فوټبال په یوه توپ په لاسلیک کولو سره، هغه توپ دې محصلینو ته ډالۍ کړ. د بازار موندنې څانګې مسؤل هم د پوهنتون په اړه خبرې وکړې. دا کتنه د لوبغاړو او محصلینو د یو ځای کېدو او " یو ملت یو غږ" په وېلو سره پای ته ورسېده.