په ننۍ لوبه کې کابل یو ځل بیا د میدان له غښتلو ډلو څخه وو. د لوبې په لومړیو شیبو کې او په ۱۴ مه دقیقه کې نیلاب محمدي وکولای شول چې د کابل په ګټه لومړنی ګول تر سره کړي.

مدینه او زهرا په لومړۍ نیمايي کې د دوو نورو ګولونو په تر سره کولو سره وکولای شول د کابل مخکیوالی ۳-۰ ته ورسوي.

د دوهمې نیمايي له پیل څخه څو شیبي وروسته د بامیانو کرشمي په مدیني باندي یو غیر قانوني ټکل تر سره کړ او په دې سره د لوبې ریفري ورته ژیړ کارت ورکړ.

د کابل د بریدګرې کرښې لوبغاړي نیلاب وکولای شول چې په ۳۷ مه دقیقه کې خپل دوهم ګول هم تر سره کړي. دې همدا راز په ۵۵ مه دقیقه کې د سر په یوې ښکلې ضربې سره بل ګول هم تر سره کړ.

په ۶۰ مه دقیقه کې سارا وکولای شول د پینالټي ضربي په واسطه شپږم ګول هم تر سره کړي او په همدې ترتیب مدیني د اووم ګول په تر سره کولو سره د بامیانو کار خلاص کړ.

کابل د ۱۷ ټولیزو ګولونو په تر سره کولو سره پایلوبې ته د لار موندلو لپاره ښه چانس لري.

په سبانۍ لوبه کې هرات د بلخ د نجونو له لوبډلې سره د لوبي ډګر ته وزي.

تاسو کولای شئ د ښځو د ټورنمنټ ټولې لوبې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې له نژدې وګورئ. همدارنګه دا لوبې د طلوع او لمر تلویزیونونو او آرمان او آراکوزیا اف ایم راډیوګانو له لاريپه ژوندۍ بڼه خپریږی. د ښځو د ټورنمنټ د ملاتړ لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي انټرنټي پاڼه او د دې لیګ د ټولنیزو شبکو پاڼې در سره تعقیب کړئ.
(www.afghanpremierleague.com)