د کابل لوبډله نن د افغانستان غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ په پایلوبه کې د بلخ له لوبډلې سره مخامخ کیږي. دا لوبه نن سهار ۱۰ بجې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره کیږي. کابل چې په خپل ترکیب کې د ملي لوبغاړو په شتون سره د دې سیالیو یوه غښتلې لوبډله ده او بلې خوا د کابل لوبډله د خپل تیر کال له اتلولۍ څخه هم دفاع کوي نو په دې سبب د کابل لوبډله به نن یو ځل بیا د میدان له غښتلو لوبډلو څخه وي. کابل له بامیانو سره په مخامخ کیدو کې وکولای شول چې په ۱۷-۰ ټولیزي پایلې سره د بامیانو لوبډلې ته ماتې ورکړي. په نیمه پایلوبو کې بیا بلخ له هرات سره مخامخ شو او ويي کولای شول چې د ۳-۲په ټولیزي پایلې سره پایلوبې ته لاره پیدا کړي. که څه هم دواړې لوبې له رقابت څخه ډکې لوبې وي خوپ پای کې بلخ وکولای شول د بریالیتوب یو زیات ګول تر سره او هرات له خپلې مخي پورته کړي.
د افغانستان روشن غوره لیگ هغوو ۵۰۰ لومړنیو کسانو ته چې لومړی ځل لوبغالي ته راځي وړیا ډوډۍ په نظر کې نیولې ده.
په ننۍ لوبه کې به کابل په واضح توګه د لوبې له غښتلو خواوو څخه وي.
د سړو په پایلوبه کې به نن شاهین اسمایی له سپین غر بازانو سره مخامخ شي چې دا لوبه د ماسپښین په ۳ بجو تر سره کیږي.
د پایلوبې کتل له طلوع او لمر تلویزیونونو او همدارنګه آرمان او آراکوزیا اف ایم راډیوګانو څخه مه هیروئ.
د وروستیو خبرونو د تر لاسه کولو لپاره زموږ ټولنیزې پاڼۍ او همدارنګه زموږ رسمي پاڼې تعقیب کړئ. (www.afghanpremierleague.com)