د افغانستان د ملي لوبډلې له مشر روزونکي ښاغلي پیټر شګرټ سره ځانګړې مرکه

پوښتنه: ښاغلی شګرټ، تاسو د سویلي آسیا د فوټبال په اتلولیو کې د افغانستان د ګډون په اړه څه نظر لرئ؟
ځواب: له هر څه وړاندې غواړو مینه والو ته د دوی د خوښې وړ لوبې نندارې ته وړاندې کړو. که چیرې وکولای شو چې د دوهم ځل لپاره دا جام کور ته یوسو نو دا به د ټولو لپاره د ویاړ خبره وي.

پوښتنه: د تیرو ټورنمنټونو په پرتله دا ځل د تاسو له لوبډلې څخه هیلې زیاتې دي چې دا ټورنمنټ وګټئ، دا چاره به د تاسو په لوبو څه تاثیر ولري؟
ځواب: زما لپاره توپیر نه کوي. کله چې مې په اروپا کې د روزونکې په توګه دنده تر سره کوله، داسي ډیرې لوبډلې زما تر روزنې لاندې وې چې له هغوی څخه د مینه والو هیلې زیاتې وې، له دې کبله زه ښه پوهیږم چې په داسې حالاتو کې څنګه خپله دنده تر سره کړم. تاسو باید په خپل ځان باندې باور ولرئ خو په عین وخت کې نه باید له ښکیلو غاړو سره متکبرانه چلند وکړئ. هغه څه چې څلور کاله مخکې پیښ شول، د څلور کاله مخکې خبره وه. اوس باید هر څه بیرته له صفر څخه شروع کړو.

پوښتنه: د اتلولیو د ګټلو لپاره د محبوبې لوبډلې په توګه آیا تر اضافي فشار لاندې نه یاست؟
ځواب: زه ټول فشار په ځان باندې راوړم تر څو لوبغاړې وکولای شي د خپلې خوښې آزاده لوبه وکړي ځکه موږ غواړو هر وخت او په هره لوبه کې بریا تر لاسه کړو.

پوښتنه: د سږ کال په سیالیو کې د تاسو مهم لوبغاړي څوک دي؟
ځواب: فکر کوم زموږ لوبډلمشر فیصل او همدارنګه زموږ د چپ لاس دفاعي لوبغاړی حسن امین زموږ له غوره لوبغاړو څخه دي خو اوسمهال له موږ سره ۲۰ کلیدي لوبغاړي په لوبډله کې شتون لري.

پوښتنه: په ځوانو لوبغاړو کې له کومو لوبغاړو ډیرې تمې لرئ؟
ځواب: سید محمد چې د افغانستان له دننه ملي لوبډلې ته غوره شوی دی، ډیره ښه راتلونکې لري او په راتلونکو کلونو کې کولای شو په ده باندې حساب وکړو. همدارنګه هغه ځوان لوبغاړي چې له اروپايي هیوادودنو ملي لوبډلې ته غوره شوي دي د ښې لوبې وړتیا لري.

پوښتنه: د هغه لوبغاړو په اړه چې له اروپا څخه ملي لوبډلې ته راغوښتل شوي دي او همدارنګه په لوبډله باندې د دوی د تاثیر په اړه راته ووایاست؟
ځواب: دا لوبغاړي په لوبډله باندې ډیر تاثیر لري. د موږ لپاره شرایط سخت دي خو د ما لپاره دوی ټول افغانان دي. هغه لوبغاړي چې له اروپا څخه راغلي دي هم تر سخت فشار لاندې دي. دوی د ښو لوبو وړتیا او تجربه لري او زه هیله لرم چې د ټورنمنټ په پای کې چې د کوم لوبغاړي نوم د ټولو په خوله وي هغه یوسف شیردل وي.

پوښتنه: د افغانستان د ملي لوبډلې مینه وال په ډیجیټلي رسنیو کې له افغان لوبډلې څخه سخت ملاتړ کوي، دوی ته مو پیغام څه دی؟
ځواب: زه د دوی له ملاتړ او مینې مننه کوم. کله چې زه افغانستان ته راغلم دوی ماته ښه راغلاست ووایه. د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې موږ له هر څه نه ډیر "هېلو" ته اړتیا لرو. افغانستان یو ځل بیا هیله مند شوی دی!