د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت له یوې اونۍ را په دېخوا د نړیوالو خبرونو په سرټکو کې ځای موندلی دی. طالب جنګیالیو له تیرې دوشنبې راهیسي د دې ولایت ځيني برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې دي. په دې ښار کې د عادي ژوندانه څرک نه لیدل کیږي او تر اوسه هم د افغان امنیتي ځواکونو او طالب ملیشو تر منځ جګړه روانه ده.

څو سوه کیلومتره لیري د کندز ولایت لوبغاړي چې په کابل کې د موج های آمو لوبډلې په ترکیب کې فوټبال کوي بیا تیره اونۍ په بله جګړه بوخت وو؛ دوی په کابل کې د افغانستان روشن غوره لیګ د نیمه پایلوبې پړاو ته د تګ لپاره په داسي شرایطو کې لوبه کوله چې د دوی کورنۍ د کندوز په جګړه کې په خپلو کورونو کې بندې پاتې وې. هغه کورنۍ چې له جګړې مخکې يي د تخار او بدخشان ولایتونو ته د تیښتې لاره پیدا کړې وه تر دې نورو بختورې وې.

د کندز لوبغاړي اوس په کابل کې په یو خوندي ځای کې ژوند کوي. تر هغه وخته چې په کندوز کې ژوند خپلو عادي شرایطو ته نه وي راګرځیدلی، دوی نه شي کولای چې خپلو کورونو ته بیرته ولاړ شي.

بریالی محمدزاده د کندوز ښار د فیروزکوه کوڅې اوسیدونکی او د موج های آمو لوبډلې لوبغاړی د خپلې کورنۍ په اړه وایې چې: "زموږ ټوله کورنۍ د تخار ولایت ته ولاړه خو تر اوسه لا زموږ د کور ټول وسایل په کندوز کې پاته دي، کورنۍ مې اوس په تخار ولایت کې په یوه کرايي کور کې اوسیږي. پلار او ورور مي د دې لپاره په کندوز کې پاته شول چې د کور د لوټلو مخه ونیسي". دا په کندوز کې د ډیری کورنیو د ژوند تصویر دی خو د ځینو کورنیو د ژوند حالت لا له دې څخه کیدای شي نور هم بد وي.

د هغو کورنیو لپاره چې اوس له یوې اونۍ څخه د جګړې په منځ کې بندې پاتې دي، د ژوند شرایط ډیر سخت شوي دي. د ښار په ډیرو سیمو کې د څښلو اوبه او بریښنا نشته. هغه کسان چې د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره له کور څخه بهر راوزي، له خپل ژوند سره لوبې کوي او کیدای شي چې د طالبانو او افغان ځواکونو د مرمیو په منځ کې ګیر راشي.

 قمست احمدي د موج های آمو یو بل لوبغاړی چې د خان آباد په بندر کې ژوند کوي په کندز کې د خپلې کورنۍ د وروستۍ تراژیدیکې پیښې په اړه وايي چې: "د کاکا لمسی مې په داسي حال کې چې کور ته يي له نانوايي څخه ډوډۍ راوړله، د کوڅې په منځ کې ووژل شو. د ده نوم نثار احمد وو او یوازې ۱۴ کاله عمر يي درلود".

رحیم رحماني د موج های آمو یو بل لوبغاړی دی چې کورنۍ يي په کندز ښار کې ژوند کوي. د ده کورنۍ هم د کندز په جګړه کې بنده پاتې ده. دی وايي چې د کندز د ښار بیا نیول او په ټولیزه توګه له دښمن څخه پاکول به یو څه وخت ونیسي.

په خپل اصلي ټاټوبې کې د دې سختو شرایطو سره سره د موج های آمو لوبډلې لوبغاړو په ډیر زړه ورتوب لوبه وکړه. د آمو لوبډلې په ګروپې پړاو کې د دوو لوبو په ګټلو سره د افغانستان روشن غوره لیګ نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه. د موج های آمو لوبډلې وکولای شول چې د غوره لیګ په څلورم پړاو کې د فیفا د میړنۍ لوبې جایزه تر لاسه کړي.