نن د افغانستان روشن غوره لیګ په څلورمه لوبه کې د هرات د نجونو لوبډله د بلخ له لوبډلې سره مخامخ کیږي.
هرات په خپله تیره لوبه کې چې له بلخ لوبډلې سره يي درلوده وکولای شول چې د ۱-۱ په پایلې سره خپله لوبه مساوي کړي. د ننۍ ورځي ګټونکې لوبډله به د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ پایلوبې ته لاره پیدا کړي. د دې سیالیو په پایلوبه کې چې د تلې په لسمه نیټه تر سره کیږي، د کابل لوبډله مخکي له مخکي لا شتون لري، خو دوهمه لوبډله به يي له ننۍ لوبې وروسته معلومه شي.
تر اوسه د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو په ټورنمنټ کې فاطمه حیدري د هرات لوبغاړې او شبانه یوسفي د بلخ لوبغاړې په دې توانیدلې دي چې د خپلو لوبډلو په ګټه ګولونه تر سره کړي. دواړو له لیري فاصلي څخه په آزادو ضربو سره ګولونه تر سره کړي دي.
په تیر کال کې د هرات لوبډله توانیدلې وه چې د دې ټورنمنټ پایلوبې ته لاره پیدا کړي خو سږ کال بیا د بلخ لوبډله هم غښتلې ښکاري او هرات ته به د بلخ لوبډلې ماتول څه آسانه کار نه وي.
د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ پایلوبه د راتلونکې جمعې په ورځ د سهار په لسو بجو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره کیږي، درنې کورنۍ او خویندې کولای شي په آرامه فضا کې له نږدې څخه دا لوبې وګوري.
د ښځو د فوټبال د ملاتړ لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ د ټولنیزو شبکو رسنیو او همدارنګه زموږ رسمي انټرنټي پاڼې ته سر ورښکاره کړئ. (www.afghanpremierleague.com)