نوروزي ټورنمنټ سږ کال د افغانستان روشن غوره لیګ یوه تاریخي لاسته راوړنه وه. دا ټورنمنټ د افغانستان روشن غوره لیګ د اصلي پړاو یوه کوچنۍ نسخه وه چې سږ کال د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې تر سره شو. په دې ټورنمنټ کې د  سیمرغ البرز، شاهین آسمایی، د میوند اتلان او د سپین غر بازان لوبډلو ګډون کړی وو. د دې ټورنمنټ په پایلوبه کې د سیمرغ البرز لوبډلې وکولای شول د پینالټي شوټونو په مرحله کې د شاهین آسمایی لوبډلې تهد ۴-۳ په پایلې سره ماتې ورکړي او د لومړي ځل لپاره د نوروزي ټورنمنټ اتلولي تر لاسه کړي.

په نوروزي ټورنمنټ کې یو لړ دوستانه لوبې هم تر سره شوې چې له دې ډلي د لغمان او کنړ ولایتي لوبډلو په خپل منځ کې لوبې تر سره کړې. همدارنګه په زرګونو مینه والو له نږدې څخه دا لوبې و کتلې او د ننګرهار ولایت د فوټبال په لوبغالي کې دوی له نږدې څخه د لوبو د لیدلو او خپلو اتلانو د تشویقولو ښه موکه درلوده.

د افغانستان روشن غوره لیګ په ختیځو ولایتونو کې په مختلفو ښوونځیو کې د فوټبال کلینیکونه په لاره واچول چې د پاک او سالم چاپیریال او روغ ژوند د اهمیت په اړه ماشومانو ته معلومات ورکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ همدارنګه د ښوونځيو زرګونو زده کوونکو ته ټکټونه توزیع کړل تر څو په دې لوبو کې د ځوانانو ګډون تشویق کړي. د ختیځ او ټول افغانستان ځوانانو د افغانستان روشن غوره لیګ د بلنلیکونو له لارې دا پیغامونه تر لاسه کړل.