سید باقر د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۹۳ څپرکي په لړ کې، د میوند اتلان ټیم کپټان وو. هغه د افغانستان روشن غوره لیګ د نورو لوبغاړو په څېر، خاکساره او ریښتینی مسلمان دی. باقر د خدای (ج) او د هغه کسانو څخه مننه کوي چې د افغانستان فوټبال د سفیر په توګه یې د هغه نه ملاتړ وکړ.

د هغه د درناوۍ وړ کس، هارون پوپل، د میوند اتلان ټیم خاوند او په افغانستان کې د فوټبال سفیر دی. سید باقر د ۱۳۹۳ کال د لړم په ۲۰ نېټه په خپل فېسبوک پاڼه کې د یوې لیکنې په ترڅ کې داسې مننه وکړه: « ګران حاجي صاحب هارون پوپل، خدای دې پوپل صاحب ته اوږد عمر ورکړي ځکه چې دی د هلمند او زما د فوټبال د پرمختګ لامل دی. خدای دې نورو ځوانانو ته دا همت ورکړي چې خپل خلکو او هېواد ته خدمت وکړي. مونږ د هغه نه ډېره مننه کوو.»