مصطفی رضایی له تیرو څلورو کلونو راهیسي د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبو کې لوبیږي. دی د سیمرغ البرز لوبډلې د منځنۍ کرښې له با استعداده او بریدګرو لوبغاړو له ډلې شمیرل کیږي. دی اوسمهال ۲۱ کاله عمر لري او د مزارشریف په ښار کې اوسیږي. مصطفی ۱۷۸ سانټي مټره ونه او ۶۵ کیلو  ګرامه وزن لري. دی په ښۍ پښه خپل فوټبال تر سره کوي. د سیمرغ البرز لوبډله په ۱۳۹۱ او ۹۲ کلونو کې دافغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته لار پیدا کړي وه. خو په تیرو دوو کلونو کې دوی ونشو کولی چې نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي. تیر کال دوی خپل ټورنمنټ د شاهین آسمايي په وړاندي د ۳-۱ په ښې پایلې سره پیل کړه خو د ټورنمنټ په امتداد کې يي ونشو کولی چې میوند اتلانو او طوفان هریرود لوبډلو ته ماتې ورکړي.