مصطفی افشار د افغانستان روشن غوره لیګ له ځلیدونکو ستورو څخه یو دی او له تیرو دریو کلونو  څخه په یاد لیګ کې لوبه کوي. ده د دریو مسلسلو کلونو لپاره د شاهین آسمايي لوبډلې لپاره لوبه کړې ده، هغه لوبډله چې په تیرو دوو کلونو کې يې د افغانستان روشن غوره لیګ اتلولي تر لاسه کړې وه. د افغانستان روشن غوره لیګ په څلورم پړاو کې دی د میوند اتلانو له لوبډلې سره یو ځای شو او د شپږو ګولونو په تر سره کولو سره يي وکولای شول چې افغانستان روشن غوره لیګ په څلورم پړاو کې د زرین بوټ جایزه تر لاسه کړي. په ۱۳۹۳ کال کې دی د زرین بوټ د جایزې تر لاسه کولو ته ډیر نږدې شوی وو خو په همدې کال د ده د لوبډلې رضا رضايي له ده څخه دوه ګولونه مخکې شو او د یاد کال د زرین بوټ جایزه يې تر لاسه کړه.

ده له لس کلنۍ څخه د فوټبال لوبه شروع کړې ده، په همدې وخت کې ده په ایران کې د یو کډوال په توګه ژوند کولو. له هغه وخته بیا تر اوسه، ده ډیر بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي او د فوټبال په مسلکي نړۍ کې يي ځان ته یو ځانګړی ځای پیدا کړی دی. ده د ډیر وخت لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره لوبه تر سره کړې ده او تل يي د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي دي. په دې وروستیو کې دی یو ځل بیا د سویلي آسیا د فوټبال په اتلولیو کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته ټاکل شوی دی.

افشار په ار کې د کابل ولایت اوسیدونکی دی او درې ماشومان لري. په راتلونکو کلونو کې له ده څخه د لا ډیرو ویاړونو د راوړلو تمه کیږي.