لیونل میسي وایې چې دی د بارسلونا د لوبډلې د پریښودلو هیڅ تابیا نه لري، دی ټینګار کوي چې په خپل لوبیز ژوند کې به یوازې او یوازې د بارسلونا لپاره لوبه تر سره کړي.

میسي چې له ۱۳ کلنۍ څخه د بارسلونا له ټیم سره یو ځای شوی دی، د تیرې دوشنبې په ورځ يې وکولای شول چې د پنځم کال لپاره د فیفا د زرین بوټ جایزه تر لاسه کړي.

دې ۲۸  کلن لوبغاړي په ۲۰۱۵ کال کې د خپلې لوبډلې لپاره د پنځو اتلولیو په ګټلو بریالی شو چې په دې کې د چمپینز لیګ او د کلبونو د نړیوال جام اتلولۍ هم شاملې وې. ده همدارنګه له ارجنټاینۍ لوبډلې سره مرسته وکړه چې د امریکا د فوټبال د اتلولیو پایلوبې ته لاره پیدا کړي. که څه هم ارجنټاین په پایلوبه کې ولوبیدو خو ويي نشو کولی چې په یاده لوبه کې کوربه چیلي لوبډلې ته ماتې ورکړي.