اوس تاسو کولی شئ د افغانستان روشن غوره لیګ د شته ۸ لوبډلو څخه د خپلې خوښې وړ لوبغاړي، وټاکي! په دې سیالۍ کې د ګډون او د روشن د حیرانوونکو ډالیو د ګټلو لپاره،
  1. د افغانستان روشن غوره لیګ فیسبوک پاڼې ته ولاړ شئ:
  2. برای اشتراک در این رقابت و برنده شدن جوایز شگفت انگیز روشن،:
    https://www.facebook.com/AfghanPremierLeague
  3. د افغانستان روشن غوره لیګ فیسبوک پاڼې د انځورونو ځای ته ولاړ شئ او د روشن د اونیزې سیالیو د انځورونو ټولګه پيدا کړئ. د خپلې خوښې وړ د لوبغاړي انځور خوښ کړئ.

قانونونه:

  • په هره اونۍ کې، یوازې یوه لوبه، هغه هم د یوې لوبډلې لپاره په لاره اچول کېږي.
  • د رای ورکولو موده د پنجشنبې د شپې له ۱۱ بجو څخه د سه‏شنبې د سهار تر ۸ بجو پورې دوام مومي.
  • ۸ د ۱۳۹۴ د غوایي د ۱۸ نېټې څخه د ۱۳۹۴ د چنګاښ تر ۹ نېټې پورې، ۸ سیالۍ په لاره اچول کېږي.
  • هره اونۍ په ناڅاپي ډول د هغه لوبغاړي له پلویانو څخه یو کس، چې ترټولو ډیر خوښ شوی ده (ډیر لایک یې ترلاسه کړي)، د سیالۍ د ګټونکي په توګه ټاکل کېږي او هغه ته یو هوښمند ټیلفون او یو نقریی نمری ډالۍ ورکول کېږي.
  • د هغه لوبغاړي د پلویانو له منځه چې ترټولو ډیر خوښ شوی ده، په ناڅاپي ډول ۲۰ کسان ټاکل کېږي او هر یوه ته د یوه جوړه د روشن جامې ورکول کېږي.
  • د ګټونکو نومونه به په اونیز ډول د افغانستان روشن د شنه لوبغالي خپرونې او د افغانستان روشن غوره لیګ فیسبوک پاڼې له لارې اعلان شي. د شین لوبغالي خپرونه د پنجشنبې په شپه، د شپې په ۱۰ بجو د طلوع ټلویزیون له لارې خپرېږي.