فردین حکیمی د افغانستان روشن غوره لیګ له ځلیدونکو ستورو څخه دی چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې په همدې لیګ کې لوبه کوي. په دې وروستیو کې فردین حکیمي د افغانستان روشن غوره لیګ له ۹ نورو لوبغاړو سره یو ځای د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته غوره شوی دی.

حکیمي په لومړیو دریو کلونو کې د عقابان هندوکش لوبډلې لپاره لوبه کوله او په ۱۳۹۳ کال کې يي له دې لوبډلې سره وکولای شول چې د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته لاره پیدا کړي. تیر کال دی د کابل ولایت له شاهین آسمایي لوبډلې سره یو ځای شو او بیا يي هم دا لوبډله د اتلولۍ ګټلو ته ډیره نږدې کړه، سږ کال د شاهین آسمايي لوبډلې وکولای شول چې د افغانستان روشن غوره لیګ د څلورم پړاو پایلوبه ولوبوي.

حکیمي چې په پنجشیر ولایت کې زیږیدلی دی اوس مهال د کابل په ښار کې ژوند کوي. ده له ماشومتوبه د فوټبال لوبه پیل کړې ده او تل يې په خپل فوټبالي ژوند کې پرمختګ کړی دی. ده په لومړي سر کې د پنجشیر ولایت د ځوانانو په لوبډله کې لوبه کوله خو وروسته يي بیا په ترتیب سره د افغانستان د ملي لوبډلې په ۱۷ کلنو، ۱۹ کلنو او ۲۳ کلنو لوبډلو کې لوبه وکړه.

فردین حکیمي د افغانستان روشن غوره لیګ په څلورم پړاو کې له ښکلو لوبو وروسته د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته غوره شوی دی او ټاکل شوې ده د سویلي آسیا د فوټبال په اتلولیو کې له یادې لوبډلې سره ملتیا وکړي.