د نن په زړه پورې سیالۍ د اوسني څپرکي د نه ماتې خوړونکي ټیم عقابان هندوکش او د تېر کال د افغانستان روشن غوره لیګ د څپرکي اتل، شاهین آسمايي تر منځ په لاره واچول شوه. عقابان هندوکش د ۲ – ۱ پایلې سره د دې سیالۍ ګډونکی شو.

د عقابان هندوکش ټیم برید کوونکي لوبغاړي زمري سالنګي د لوبې په ۱۴ دقه کې د لومړي ګول په ترسره کولو سره، خپل ټیم مخکې کړ. او د شاهین آسمايي ټیم څخه مصطفی افشار د ګول ښي لور ته په یوې ضربې سره وکولائ شول د لوبې په ۲۳ دقه کې یو ګول ترسره کړي او ټیم یې د سیال ټیم سره مساوي شي. دې پایلې ډېر ژر بدلون وموند، ځکه چې درې دقې وروسته، انور اکبري په خپل ګول سره عقابان هندوکش مخکې کړ.

د لوبې د پیل څخه مخکې دواړو ټیمونو نیمه وروستي پړاو ته لاره موندلې وه. خو د دې بریا سره، د عقابان ټیم وکولائ شول په ډله کې لومړی ځای ترلاسه کړي. 

د لوبې د غوره شېبو د لیدو لپاره، د ورځې د غوره شېبو ویډیو، لاندې وګورئ