عقابان هندوکش، اباسین څپې ټیم ته په ماتې ورکولو او دوو بریالیتوبونو سره، راتلونکي پړاو ته لاره وموندله.

د اباسین څپې ټیم، د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ سیالیو ته د ادامې ورکولو لپاره باید دا لوبه ګټلې وی او یا یې هم باید د مساوي پایلې سره پای ته رسولې وی خو هغوی لوبه وبایلله. عقابان هندوکش د دوو بریالیتوبونو په درلودو، د تېر کال اتل یعنی شاهین آسمايي سره راتلونکي پړاو ته لاره وموندله. عقابان هندوکش د پيل څخه لوبه په خپل واک کې ونیوله تر دې چې فرهاد طوطاخیل د لوبې په ۲۳ دقه کې لومړی ګول ترسره کړ. لومړی نیمه د عقابان په ګټه د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېده. 

د لوبې دوهمې نیمې ۵ ګوله له ځانه سره درلودل چې ګڼ شمېر یې د عقابان هندوکش له خوا ترسره شول. رضا رضایي برید کوونکي لوبغاړي، د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ د سیالیو په اوږدو کې په ۵۹، ۷۱، او ۸۳ دقه کې ۳ پرلپسې ګولونه ترسره کړل. زمری سالنګي دوهم برید کوونکي لوبغاړی، په داسې حال کې چې پونډۍ یې زیانمنه شوې وه د لوبې په وروستیو دقو کې یعنې په ۹۱ دقه کې یې د لوبې وروستی ګول ترسره کړ. د سیالیو په دې پړاو کې، د عقابان هندوکش ټیم توانېدلی چې په خپلو دوو لوبو کې ۱۰ ګوله ترسره کړي. د اباسین څپې یوازینی ګول په ۷۷ دقه کې د فتاح واکمن له خوا ترسره شو.

د عقابان هندوکش ټیم په راتلونکې سیالۍ کې د بریالیتوب سره کولائ شي خپل د تېر کال ریکارد چې دوه بریالیتوبونه او یوه ماته وه، مات کړي. د اباسین څپې ټیم لاتر اوسه هم دا فرصت لري چې د تېر کال په څېر لوبه د دوو ماتو او یو بریالیتوب سره پای ته ورسوي.

 د لوبې د غوره شېبو د لیدو لپاره، د ورځې د ويډيو په زړه پورې صحنې لاندې وګورئ: