عقابان هندوکش او طوفان هریرود د دریم مقام او ۲۵۰۰۰۰ افغانیو د اخیستو لپاره نن د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په اسټدیوم کې د یو بل سره مخامخ شول. دواړه ټیمونه په فینال کې د نه شتون لپاره رنځیدل. طوفان هریرود، شاهین آسمایې ته د تګ راتګ په لوبه کې دوه پر صفر ماته ورکړې وه خو د بیرته راتګ په لوبه کې یې درې ګوله د دي ټیم څخه ترلاسه کړل او د دوو لوبو په مجموع کې یې د ۳ پر ۲ پایلې سره لوبه شاهین ته وسپارله. د هغې په څیر، عقابان هندوکش خپل د تګ لوبه ۲ پر ۱ وړې وه خو له بده مرغه، په ۱۱۹مه دقه کې یې پنالټې د سیمرغ ټیم ته ورکړه، او دا د دي لامل وګرځید چې د ۴ پر ۳ پایلې سره لوبه وبایلې.

د نن ورځې په لوبه کې، په لومړې نیمه کې د طوفان لپاره د درې وو خطرناکو موقیعتونو شاهد وو، په ۱۷مه دقه کې د غلام رضا ضربه د دروازه په افقی تیرک ولږیده په داسې حال کې چې د سلیم نعیمې د سر ضربه په ۲۴مه دقه کې د عقابان د دروازه ساتونکې لخوا په آسانې ونیول شوه. په ۲۷مه دقه کې، لیږدول شوې توپ د طوفان کپټان رفیع بارکزی ته ورسید هغه د تیرک سره د لږیدو څخه وروسته د دروازه د شا جالی ته لاړ.
د ځمکې په بل اړخ کې، د طوفان دفاعې کرښه ښکاریده چې په وروستې نیمې کې د هغه ترخې ماتې څخه وروسته د دي لوبې لپاره ریکاوری شوي دي. په لومړې نیمه کې دي دفاعې کرښې د عقابان ټول بریدونه په خپل واک کې ونیول. لومړې نیمه د ۱ پر ۰ پایلې سره د طوفان په ګټه پای ته ورسیده.

په دوهمه نیمه کې بیا هم طوفان ښه لوبه وکړه، عقابان په دي نیمه کې یوازې یو خطرناکه موقیعت درلود، په ۴۸مه دقه کې هغه د ځان لپاره ښه فضا چمتو کړه او یو شوټ یې د طوفان د دروازه په لور ولیږه، دا توپ د لږې فاصلې سره د عمودې تیرک د څنګ نه تیر شو.
د طوفان هریرود په برید کې، ډیر ښه ښکاره شو. په ۶۱مه دقه کې، د دي ټیم برید کوونکې لوبغاړې حمید کریمې د کین لور څخه لیږدول شوې توپ د سر په ضربې سره په ګول بدل کړ. ۱۵ دقې وروسته د طوفان لوبغاړې د عقابان د دفاعې کرښې نه د تیریدو څخه وروسته خپل شوټ یې د سیال د دروازه په لور ولیږه، دا توپ په تیرک باندې د لږیدو څخه وروسته ۱۸ ګامې سیمې ته بیرته راوګرځید او دا د توپ بیرته راتګ یې د سر د ضربې سره د خپل ټیم د دریم ګول په توګه بدل کړ. په ۸۷مه دقه کې محمدې یو ښکلې لیږدونه د حمیدې لپاره په ۱۸ ګامه سیمه کې ولیږدوه هغه هم د سر د یوې ښکلې ضربې سره په دی لوبه کې د خپل ټیم څلورم ګول او خپل دوهم ګول ترسره کړ.ښکاریده چې طوفان هوسا کار ترسره کړي دی چې د ۴ پر ۰ بریالیتوب ته يې لاس موندلی دی خو عقابان لاس او  پښې تړل شوې ټیم نه وه.
طوفان د ۲۵۰۰۰۰ افغانیو جایزه هم ترلاسه کړه تر څو خپل کور او کورنې ته د ډک لاس سره بیرته وګرځي.د فینال لوبه د شاهین آسمایې او سیمرغ البرز د ټیمونو تر منځ صبا، د اکتر۱۱ مه، ۰۲:۳۰ بجې له لاسه مه ورکوي.