د ننۍ ورځې لوبه له سمدستي ډرامې سره په داسي حال کې پیل شوه چې د لوبې په دوهمه دقیقه کې د شاهین سمیع الله محمدي وکولای شول د خپلې لوبډلې په ګټه لومړنی ګول تر سره کړي. د ده دا ګول د شاهین آسمايي لپاره په لومړیو دقیقو کې یو ډیر ښه پیل وو.
موج های آمو د لومړۍ نیمايي په جریان کې هڅه کوله چې د شاهین د لومړني ګول ځواب ورکړي او په دې سره يي ډیره چټکه بریدګره لوبه پیل کړې وه. د لوبې په ۴۹ مه دقیقه کې د آمو لوبډلې مسعود په یو ډیر ښکلي چیپ سره د لوبي مساوي کوونکی ګول تر سره کړ.

د دوهمي نیمايي په پیل سره شاهین او امو د ۱-۱ په مساوي پایلې سره یو ځل بیا لوبه شروع کړه. په دې شیبو کې د شاهین سید محمد وکولای شول د لوبې په ۴۶ مه دقیقه کې د شاهین په ګټه دوهم ګول هم تر سره کړي او په دې سره شاهین ۲-۱ مخکېوالی تر لاسه کړ. د لوبې په ۶۶ مه دقیقه کې د شاهین حشمت الله بارکزي په یوې ښکلې آزادې ضربې سره وکولای شول چې د خپلې لوبډلې لپاره دریم ګول هم تر سره کړي او په دې سره د شاهین مخکیوالی ۳-۱ ته ورسید.

د لوبې په وروستیو پنځلس دقیقو کې داسي بریښیده چې آمو د لوبې واګې له لاسه ورکړي دي خو آمو په زړه پوري لوبه تر سره کړه او په همدې شیبو کې د آمو قسمت احمدي د میدان له چپ کارنر څخه د آمو دوهم ګول تر سره کړ.
د لوبې په وروستیو ثانیو کې او په ۸۹ مه دقیقه کې د آمو رحیم الله د شاهین په دروازه باندي یو وروستی شاټ په دې هیله تر سره کړ چې لوبه مساوي پای ته ورسوي خو دا توپ د دروازي له پورتني لرګي سره ولګید او په دې سره د آمو هیلې په اوبو لاهو شوې.
د لوبې په پای کې شاهین آسمايي د ۳-۲ په پایلي سره بریا تر لاسه کړه او په دې سره د اتلولۍ پر لورې يي خپله لاره یو ګام نوره هم را لنډه کړه.

په سبانۍ لوبه کې د میوند اتلان د سپین غر بازانو له لوبډلې سره د ماسپښین په ۳ بجو مخامخ کیږي. د دې لوبې کتل مه هیروئ!
ټولې لوبي په طلوع، لمر، آرمان او آراکوزیا راډیوګانو تعقیبولای شئ. د لوبې د مهمو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره د روشن افغانستان غوره لیګ ټولنیزو شبکو ته سر ورښکاره کړئ. (www.AfghanPremierLeague.com).