د دې اونۍ وروستۍ لوبه به نن د غرمې وروسته په ۰۴:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په سټدیوم کې د عقابان هندوکش او شاهین آسمايي د ټیمونو تر منځ په لاره واچول شي. دواړه ټیمونه په دې لوبه کې د بریالیتوب څخه وروسته کولائ شي د الف ډلې د جدول په سر کې شتون ومومي. دواړه ټیمونه سږ کال پیاوړي او په یوه کچه ځلېدلي، ځکه چې دواړه ټیمونه په خپلو دواړو لوبو کې، دوه بریالیتوبونه په خپله کارلیک کې لري.

عقابان هندوکش په داسې حال کې د سږ کال د اتلولۍ مدعي سره مخامخ کېږي چې د اباسین څپې ټیم ته یې د ۵ – ۱ پایلې سره ماتې ورکړه. د دې ټیم برید کوونکی لوبغاړی زمری سالنګي وايي: " په دې ټورنمنټ کې زمونږ موخه، نیمه وروستي پړاو ته لاره موندنه وه. اوس مهال چې مونږ په خپله ډله کې د جدول په سر کې شتون لرو غواړو په همدې توګه پرمخ ولاړ شو." 

شاهین د تېر کال د اتلولۍ په تجربې باور کوي او غواړي د دې تجربې په مرسته د عقابان ټیم ته ماته ورکړي. د دې ټیم برید کوونکي، حشمت الله بارکزی وايي: " مونږ د ډېرو سرسختو ټیمونو سره لوبه کړې او پوهېږو چې د عقابان ټیم په وړاندې د بریالیتوب لپاره، د لويې ستونزې سره مخ یو."

په آنلاین توګه د دې لوبې په اړه د لازیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، هیله ده د لاندې ټولنیزو شبکو ته مراجعه وکړئ:

تویتر: د افغانستان غوره لیګ، فیسبوک: د افغانستان غوره لیګ، او یوتیوب: www.youtube.com/AfghanPremierLeague