د افغانستان روشن غوره لیګ د اتلولۍ مقام مدافع، شاهین آسمايي د وروستۍ نیمې پړاو په راتګ لوبه کې د سپین غر بازان ټیم سره ساده لوبه درلوده. دې ټیم د ۳ – ۰ پایلې سره د افغانستان روشن غوره لیګ په پایلوبه کې د دوهم ځل لپاره خپل ګډون حتمي کړ. شاهین د لوبې په لړ کې په توپ او ډګر پوره واک درلود او ۶۸ ٪ د توپ په واک کې درلودنه د دې خبرې ښکارندوینه کوي. 

د پلازمېنې ټيم، د برید څخه ډګه لوبه د دې لامل شوه چې د ختیځ ټیم ۹ لوبغاړي دفاعي حالت ته ولاړ شي تر څو د دې ټیم د بریدونو مخه ونیسي، خو دې لويې دفاعي کرښې هم ونشو کولای د کابل ټیم د ګول وهنې ماشین ودروي. په ۵۵ دقه کې مقصود هاشمي د لوبې لومړۍ ګول ترسره کړ. د سپين غر بازان د دروازه ساتونکي نه لیدنه او د مدافع په پښه د توپ لږېدنه د دې لامل شوه چې توپ د دروازې د کرښې څخه ووځي. 

شاهین آسمايي د لوبې تر ۷۹ دقې، د خپل سیال څخه د ۱ ګول په درلودو سره مخکې وو خو د جمیل ناصري په خپل سر ګول، لوبه د ۲ – ۰ پایلې سره د شاهین آسمايي په ګټه کړه. لوبه د شاهین آسمايي په زړه وه او امرالدین شریفي د لوبې په ۹۲ دقه کې وروستۍ ګول ترسره کړ. د سپین غر بازان دروازه ساتونکي، کاوش حیدري له خوا راګرځول شوی توپ د حشمت الله بارکزي او امرالدین شریفي په نصیب شو چې امرالدین شریفي په ډېرې راحتی سره د حشمت الله بارکزي څخه توپ واخیست او د خپل ټیم دریم ګول یې هم ترسره کړ.

شاهین آسمايي د ۱۳۹۳ کال د تلې په ۱۱ نېټه، د دې څپرکي د اتل د ټاکلو په موخه د عقابان هندوکش په وړاندې لوبه ترسره کوي. شاهین آسمايي د دې سیالیو په ډله ییز پړاو کې د عقابان هندوکش په وړاندې ماته خوړلې وه. په هغې لوبه کې د شاهین آسمايي ګڼ شمېر غوره لوبغاړو د آسیايي لوبو لپاره په کوریا کې شتون درلود. 

د لوبې د ځانګړو شېبو د لیدو لپاره لاندې ویډیو ووینئ.