نن د «موجهای آمو» تور اغوستونکو، او «سیمرغ البرز» نارنجي اغوستونکو تر منځ سیالۍ د فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره واچول شوه. موجهای آمو د لوبې په لومړني دقو کې خپل لومړی ګول ترسره کړ او وروسته له هغه یې د دې پایلې د ساتنې لپاره بشپړې هلېځلې وکړې. که څه هم، لوبه د هغو له خوښې سره دوام و نه موند.
په لومړني دقو کې، د موجهای آمو بریدکوونکي، مسعود قاريزاده د لوبې لومړی ګول ترسره کړ مګر په دوام کې هغوی و نه شو کولای چې دا پایلې حفظ کړي. آمو په خپل لومړي سیالۍ کې، ۳ بشپړ امتیازونه ترلاسه کړه او یوازې یوې بلې بریا ته اړتیا وه تر څو هغوی وکولای شي د افغانستان روشن غوره لیګ نیمهپایلني پړاو ته لاره ومومي.
سیمرغ البرز، خپل د تېرې اونۍ په سیالۍ کې د سیمرغ البرز پر وړاندې سیالۍ د ۲ – ۲ مساوي پایلې سره پای ته ورسول. که څه هم، د نن ورځې د سیالۍ په لومړني دقو کې، د دې لوبډلې دفاعي کرښه ښه څرګنده نه شوه مګر هغوی خپل هیله او ځواک له لاسه ور نه کړ او ژر تر ژره یې سمون وموند. په ۲۰ دقې کې، فیاض عزیزي د دې سیالۍ مساوي ګول ترسره کړ او د خپلې لوبډلې لپاره یې هیلې ژوندۍ کړې. هغوی یوازې د دې ګول سره ډاډه نه شوه او د لوبې په دوام کې د موجهای آمو د دفاعي کرښې یوه خطا د دې لامل شوه تر څو سیمرغ وکولای وکولای شي په ۴۵ دقې کې یو بل ګول هم ترسره کړي، هغه ګول چې موجهای آمو یې ډېر کمزوری کړ.
په دوهمې نیمې کې، سیمرغ د خپلې بریا په اړه ډاډه کېدنې لپاره بریدونو ته دوام ورکړ. منیرالحق ندیم، د سیمرغ پېژندل شوي مهاجم وکولای شو په ۵۱ او ۸۶ دقو کې، د خپلې لوبډلې دریم او څلورم ګولونه هم ترسره کړي او هغه د میدان د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.
موجهای آمو له دې ماتې سره باید وروستۍ سیالۍ کې حتماً د میدان ګټونکی وي تر څو د ډلهییز پړاو څخه د حذف کېدنې خطر سره مخامخ نه شي.
د لوبې سرشمېرنې ښیي چې سیمرغ البرز ۵۵ سلنه میدان او توپ په واک کې درلود په داسې حال کې چې د هغو سیال، موجهای آمو ۴۵ سلنه میدان په واک کې درلود.
تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.