د افغانستان روشن غورهلیګ د نوروزي ټورنمنټ پایلوبه کې، سیمرغالبرز په پنالټیانو کې د ۳-۴ پایلې سره شاهین آسمايي ته ماتې ورکړه.
د ټولو لیدونکي د تمې پر خلاف، سیمرغ دغه لوبه بریدییزه ترسره کړه او د خپلو ځانګړو بریدونو سرهیې شاهین ته په دفاعي کرښه کې ځای ورکړ.
د اتلولۍ سرلیک مدافع، شاهین آسمايي، د سیالۍ په سر کې د سیمرغ پر دروازې لږ بریدونه ترسره کړل خو هېڅ یو یې هم ګول نهشو. د شاهین آسمايي لوبغاړي، زینالدین شریفي، د دغې سیالۍ په اړه وویل " موږ په لومړۍ نیمه کې د ګول وهنې چانسونه درلودل خو ومونهشو کولای هغه په ګولونو بدل کړو، د سیمرغ په څېر غوره لوبډلې په وړاندې مو باید د خپلو فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه اخیستې وی".
د جلال آباد د فوټبال فدراسیون لوبغالی د هغو لیدونکو او مینهوالو څخه ډک وو چې د خپلو لوبډلو د ستایلو لپاره هلته راغلي ول.
دا لومړی ځل وو چې ختیځ زون د افغانستان روشن غورهلیګ کوربه وو. د ننګرهار د فوټبال فدراسیون رییس، شهیدالله، د دې مطلب په تایید سره وویل، " ډېر خوښ یو چې نوروزي ټورنمنټ په جلال آباد کې په لاره واچول شو، موږ په بې صبرۍ سره په راتلونکي کال کې د دغه ټورنمنټ د په لاره اچونې په تمه یو".
په پایلوبه کې د پلازمېنې لوبډلې د ماتې سره، د دغه ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه د شاهین آسمايي سنګر ساتونکي، حمید یوسفزي، ته ورکړل شوه.
د سیمرغ برید کوونکی، فرهاد سوګند، د خپلو ۲ ترسره کړیو ګولونو سره، د دغو سیالیو غوره برید کوونکی وپېژندل شو او د سره زرو بوټ جایزهیې خپله کړه.