د هغه پوره نوم محمد رفیع بارکزی دی او د ۱۳۶۸ کال د وري په ۱ نېټه د هرات په ولایت کې زېږېدلی دی. هغه په خپل کارلیک کې د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۹۱ کال د اتل، طوفان هریرود په ټیم کې د لوبې او د آسیا د ۱۳۹۲ کال د سهیل ختیځ اتلولیو سیالیو کې د افغانستان په ګټه د یو ګول د وهلو مخینه لري.  په دې کم عمر کې د لازیاتو بریالیتوبونو په درلودو سره، په زړه پورې ده چې رفیع څومره متین، خاکساره او صادقه کس دی. زه په کابل کې، د افغانستان روشن غوره لیګ په میلمستون کې د هغه خونې ته ورغلم او هغه د مرکې په وخت کې، د شنه چای سره زما هرکلی وکړ

بارکزي د افغانستان روشن غوره لیګ په تېرو دوو څپرکو کې د خپل ولایت ټیم، طوفان هریرود لپاره ګول وهنه کوله. سږ کال هغه او د طوفان هریرود دوه پخواني لوبغاړي د سپین غر بازان په ټیم کې د لوبې لپاره بلل شوي او د دې ټیم سره يې خپل هوکړه لیک تړلی. کله چې رفیع د دې موضوع په اړه خبرې کولې، خپل سر یې ټيټ کړ او ووېلې: " هرات ښکلی ولایت دی او داسې یو ځای دی چې تاسو پرته له ستاسو د مخینې او عقیدې په پام کې نیولو څخه مني. په دې ولایت کې د قوم پالنې واژه هیڅ معنا نلري، د دې ولایت خلک د نورو سره د چلند پر بنسټ، د قضاوت لاندې نیول کېږي." 

کله مې چې د رفیع څخه، د طوفان هریرود ټیم د پرېښودو او د سپين غر بازان ټیم سره د یو ځای کېدو نه وروسته د هغه د احساس په اړه پوښتنه وکړه هغه خپل ستونی صاف کړ او داسې یې ووېل: " زه د طوفان هریرود په ټیم کې د لوبې څخه ښې خاطرې لرم، زما په شان هر لوبغاړی هیله لري چې خپل د ولایت په ټیم کې لوبه وکړي. زه د طوفان هریرود ټیم ته ډېر درناوی لرم او تل به درناوی کوم، خو د یوه نر په شان زه باید د هر څه نه زیات، د هغه ټیم درناوی وکړم چې نوم یې زما پر کمیس لیکل شوی

په دې وروستیو کې بارکزی هندوستان ته بلل شوی تر څو د ممبیي د ارتل لیګ د اتلولۍ په سیالیو کې ګډون وکړي. هغه به دا کار د افغانستان روشن غوره لیګ د دې څپرکي او د سپين غر بازان ټیم سره د هوکړه لیک د پای ته رسولو څخه وروسته، ترسره کړي. " له دې نه چې د سپين غر بازان ټیم د دې ټیم د رهبرۍ فرصت ماته راکړی، ډېره مننه کوم. کله چې یو ټیم خپل ټول برخلیک ستاسو په غاړه اچوي او کله چې د خپل ټیم ملګري اتلولۍ ته رسوۍ، د دې امر ریښتینې معنا ترلاسه کېږي. او دا هغه څه دي چې مونږ غواړو ترسره یې کو

رفیع به د ۱۳۹۳ کال د وږې په ۲۸ نېټې، د هغه کتنې په ترڅ کې چې د میوند اتلان ټیم سره یې لري، د سپين غر بازان ټیم رهبري پر غاړه ولري

د دې لوبې تازه خبرونه د تویتر: (AfPremierLeague) او فیسبوک: (Afghan Premier League) ټولنیزو شبکو څخه وڅېړئ

دا لوبه به په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلوېزیونونو، آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپره شي

همدارنګه تاسو کولای شئ دا لوبه د افغانستان روشن غوره لیګ د یوتیوب له پاڼې څخه ووینئ

(www.youtube.com/AfghanPremierLeague)