حیدر هغه درې کلن ماشوم دی چې تیره میاشت يي د لبنان په بیروت کې د اسلامي دولت په یوه بمي برید کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړل. حیدر چې د ریال مادرید د لوبډلې سخت مینه وال وو، تیره اونۍ د ریال مادرید د کلب میلمه وو. دی د کریسټیانو رونالډو په لیدلو سره د خپل ژوند یوې لويې هیلې ته ورسید.

تیره جمعه د ریال مادرید ستورې له دې ماشوم څخه د ریال په سټډیوم کې تود هرکلی وکړ.

په هغه انځور کې چې د ریال مادرید په رسمي ویبپاڼه کې خپور شوی دی، رونالډو یاد ماشوم په غیږ کې نیولی دی چې د د ریال مادرید د لوبډلې کاليیې اغوستي او ۷ مه شمیره کمیس يي په غاړه دی.

له دې مخکي د ریال مادرید لوبډلې رئیس ښاغلي فلورینټو پیریز نوموړي ته دریال مادرید د لوبډلې د مډالونو د کوټې چکر ورکړ او همدارنګه نوموړي ته يي د ریال مادرید د لوبډلې کمیس هم ډالۍ کړ.

ټاکل شوې ده چې  حیدر به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د ریال مادرید او رایو والکانو لوبه له نږدې څخه وګوري.