کریسټیانو رونالډو د ریال مادرید د لوبډلې بریدګر لوبغاړی هغه لومړنی لوبغاړی شو چې د اروپا د اتلانو لیګ په ګروپي سیالیو کې ۱۱ ګولونه تر سره کوي.

دې پرتګالي لوبغاړي وکولای شول چې په تیره لوبه کې چې د مالمو لوبډلې په وړاندي يې تر سره کړه، څلور ګولونه تر سره کړي. په دې لوبه کې ریال مادرید د ۸-۰ په پایلې سره د مالمو په وړاندې بریا تر لاسه کړه. د دې لیګ مخکینی ریکارډ ۹ ګولونه وو چې رونالدو وکولای شول په تیره لوبه کې د هټریک په تر سره کولو سره اول نوموړی ریکارډ مات کړي او بیا يې د خپل څلورم ګول په تر سره کولو سره د ۱۱ ګولونو ریکارډ مات کړي چې د اروپا د اتلانو په لیګ کې د یوه لوبغاړي له خوا ډیر ګولونه دي.

له دې نه وړاندې رونالډو او لویز ادریانو په ګډه د تیر ریکارډ درلودونکې وو خو اوس رونالډو په دې توانیدلی دی چې په روان فصل کې په پنځو لوبو په ګروپي پړاو کې له خپلو همغاړو څخه زیات ګولونه تر سره کړي چې دا په خپل ذات کې یو بل ریکارډ دی.

په همدې شپه رونالډو همدارنګه وکولای شول چې په  اروپا کې له ۱۹۶۸ کال را هیسي د ریال مادرید لپاره تر ټولو چټک هټریک تر سره کړي.