د افغانستان روشن غوره لیګ ۴ لوبغاړو د روشن شرکت د مرکزي دفتر نه کتنه وکړه. روشن – په افغانستان کې مخکښ مخابراتي شرکت – د ۳۰۰۰۰ څخه زیاتو افغانانو لپاره د کار زمینه برابره کړې. د مخابراتو سربېره، روشن د فوټبال سره ځانګړې لېوالتیا لري او خپل ملاتړ یې په نورو شرکتونو کې د وړکتون د ماشومانو لپاره د فوټبال د ځمکې په جوړونې، ښکاره کړی. دا لوبغاړي د شرکت بېلابېلو څانګو ته ولاړل او د هغه کارکوونکو سره یې کتنه وکړه چې د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ د فینالیستانو د لیدو لېواله ول. د روشن شرکت کارکوونکو دا لوبغاړي د غرمې د ډوډۍ لپاره وبلل او هغوي هم دا بلنه ومنله. د هرکلي په توګه، د روشن شرکت استازو دې لوبغاړو ته ځینې ډالۍ هم ورکړې او د هغوي لپاره یې په سیالیو کې د لابریا هیله وکړه.