د کابل شاهین آسمایی او د شمال سیمرغ البرز د جمعه په ورځ د اکتبر په ۱۱مې، ۰۲:۳۰ بجې به د اتلولې د سریزې او د ۷۵۰۰۰۰ نغدې جایزې د اخیستو لپاره د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې سره مخامخ شي.

شاهین آسمایې د بیرته راتګ په لوبه کې د ۳ پر ۰ بریالیتوب سره او د وروستې نیمې په دوو لوبو کې د ګولونو د مجموع د محاسبې لپاره د ۳ پر ۲ پایلې سره د طوفان هریرود د سر نه تیر شو په داسې حال کې چې سیمرغ البرز، عقابان هندوکش د خپل مخ څخه لرې کړ. هغوي د بیرته راتګ د لوبې په ۱۱۹مه دقه کې د پنالتې د ټکې له مخې د ګول خاوندان شول او په مجموع کې د ۴ پر ۳ پایلې سره د عقابان د سر نه تیر شو.

د رده بندې د لوبو لپاره، طوفان هریرود او عقابان هندوکش د پنجشنبه په ورځ، د اکتبر په ۱۰مه، د غرمې وروسته ۰۲:۳۰ بجې د فوټبال د فدراسیون په استدیوم کې یو بل ته مخامخ ولاړیږي.

د دي سیالیو ټکټونه د روشن په ټولو پلورنځیونو او د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د مینه والو لپاره د لاس رسې وړ دي.  عمومي ټکټونو ۵۰ افغانې او غوره ټکټونه ۱۵۰ افغانې دي.

دا لوبي په ژوندې بڼه د طلوع، لمر ټلویزیونونو او آرمان، آراکوزیا راډيو ګانو او د "افغانستان غوره لیګ" د یوتیوب د کانال څخه خپریږي.