کابل یتیم ځای، استوګنځای او ښوونځی لري او هغه ماشومانو چې خپله کورنۍ له لاسه ورکړې کولائ شي د خپل ژوند لومړني کلونه هلته تېر کړي. ماشومان د افغانستان روشن غوره لیګ د ۴ لوبغاړو د لیدو څخه حیران شوي ول او دې لوبغاړو د هغوی سره په عمومي صالون، استوګنځای او درسي ټولګیو کې خبرې وکړې. دې ماشومانو لوبغاړو ته د خپل تېر وخت په اړه کیسې وکړې او د خپلې نوې کورنۍ سره د ژوند کولو نه خوښ ښکارېدل. لوبغاړي د ماشومانو د مینې او لېوالتیا تر اغېزې لاندې راغلل او د هغوی لپاره یې، د فوټبال حرکتونه نندارې ته کېښودل.