د افغانستان روشن غوره لیګ ټولو لوبغاړو د افغانستان فوټبال فدراسیون څخه تر شاه دو شمشیرې جوماته پورې ټوله لاره د کابل د سین د پاکونې په موخه پياده مزل کړه. د نارنجي جامو سره د ۳۰۰ کسانو پياده تګ او د دې کړنې انګېزې د ټولو پام ځان ته راړولۍ وو. هغوی د ځان د چټلېدو په نه پام کې نېونې سره د کابل سین ته ننوتل او په هغه بیلونو چې ورسره ول د سین ۱۰۰ متره واټن یې پاک کړ. په بشپړه توګه، دا بریالۍ کړنه وه او د سین د پاک ساتنې پيغام د ټولو غوږونو ته ورسېد.