د فوټبال کلینیکونه او تفریحي یونلیکونه د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ د اصلي ټورنمنټ مهمې برخې وې. د افغانستان روشن غوره لیګ ښځینه او نارینه لوبغاړي د کابل ښار لومړنیو او منځنیو ښوونځیو ته ولاړل تر څو له سلګونو ماشومانو سره د مثبتو او مهمو بحثونو په اړه خبرې اترې وکړي.

سږ کال، د افغانستان روشن غوره لیګ د سوریا، سید جمالدین افغان، تاجور سلطانه او همایون شهید په لومړنیو ښوونځیو کې د فوټبال کلینیکونه په لاره واچول او د دې تر څنګ يي د علاودین دارالایتام ته هم سفر وکړ.

په دې کلینیکونو کې ډیری ماشومانو د غوره لیګ د لوبغاړو او د افغانستان د فوټبال فدراسیون د چارواکو له خوا مثبت پیغامونه تر لاسه کړل. دا پیغامونه له مخدره توکو څخه د لیري والي، د غذايي رژیم د اهمیت او د یوه سالم ژوند د سبک او همدارنګه د ډله اییز کار له لارې د ملي یووالي د اهمیت په موضوعاتو را څرخیدل. ګډون کوونکو ماشومانو ته همدارنګه سپورټي کالي هم ډالۍ شول چې په دې کالیو باندي د مخدره موادو څخه د لیري والي او د ملي یووالي د اهمیت پیغامونه لیکل شوي وو. دا کار د دې دواړو موضوعګانو د اهمیت د روښانتیا لپاره تر سره شو.