طوفان هریرود د ۷ امتیازونو په درلودو سره د سیمرغ البرز ۵ امتیازې ټیم څخه پورته د الف د ډلې په سر کې شتون وموند.

عقابان هندوکش او شاهین آسمایې دواړه د ۷ امتیازونو په درلودو سره نیمه وروستې پړاو ته ورسیدل، خو د عقابان د لازیاتو ګولونو توپیر ته په لیدو سره، دي ټیم لومړۍ ځای د (ب) په ډلې کې خپل کړ.

د وروستې نیمې ټولې لوبې د فوټبال په فدراسیون کې په لاره اچول کيږي. د دواړو لوبو د ګولونو مجموع به، د هر ټیم برخلیک ښکاره کړي.

لومړې لوبه:

پنج شنبه، د اکتبر دریمه – طوفان هریرود او شاهین آسمایې، د غرمې وروسته درې بجې

جمعه، د اکتبر څلورمه – عقابان هندوکش او سیمرغ البرز، د غرمې وروسته درې بجې

دوهمه لوبه:

یک شنبه، د اکتبر شپږمه – شاهین آسمايې او طوفان هریرود، د غرمې ورورسته ۰۲:۳۰ بجې

دوشنبه، د اکبر اوومه – سیمرغ البرز او عقابان هندوکش، د غرمې ورورسته ۰۲:۳۰ بجې

تاسو کولاې شي د دي سیالیو ټکټونه د ۵۰ افغانیو څخه تر ۱۵۰ افغانیو د روشن د پلورنځایونو څخه ترلاسه کړې. همدارنګه دا ټکټونه د لوبې په ورځ د فوټبال د فدراسیون په استادیوم کې خرڅیږي.