د ننګرهار سیمه‎ییزې سیالۍ د غوایي له دوهمې تر څلورمې د جلال‎آباد د فوټبال په لوبغالي کې په لاره واچول شوې؛ په دې سیالیو کې په ټوله‎ییزه توګه پنځو لوبډلو ګډون کړی وو چې د: د ننګرهار الف، ننګرهار ب، لغمان، نورستان او د افغان مهاجرینو لوبډلو په کې شتون درلود.
د افغانستان فوټبال فدراسیون مسئولان او ښاغلی ولي ایګامبریف، د دې پنځه لوبډلو له منځه ۲۶ لوبغاړي د هغوی د مهارتونو او په ډګر کې د هغوی د کړنو او ترسره‎کونو پر بنسټ وټاکل. ښاغلي ایګامبریف د سپین غر بازانو د لوبډلې روزونکی د افغانستان روشن غوره لیګ په اوسني څپرکي کې د لوبغاړو د ټاکنې، د هغوی او د روزونکو د روزنې په موخه له تاجیکستان څخه رابلل شوی دی. ننګرهار د افغانستان روشن غوره لیګ د ۱۳۹۴ کال نوروزي ټورنمنت کوربه وو. سږ کال، نوي او پیاوړي لوبغاړو چې سترې انګېزې لري، د دې لوبډلې په چوکاټ کې ځای موندلی دی. د دې ۲۶ کسانو له منځه، د لوبو په بهیر کې ۲۱ غوره لوبغاړي وټاکل شول چې د ختیځ زون اصلي استازی «د سپین غر بازانو» لوبډله راجوړوي.