دا اونۍ د ( ب) د ډلې په یوازینۍ سیالۍ کې، د میوند اتلان او طوفان هریرود ټیمونه د یو بل سره لوبه ترسره کوي. دا لوبه د دواړو ټیمونو لپاره حساسه لوبه ده ځکه چې دواړه ټیمونه په دې لوبه کې کولائ شي د سپين غر بازان ټیم نه مخ ته ولاړ شي او د دې ډلې په سر کې شتون ومومي. 

په دې ډله کې د دواړو ټیمونو وروستۍ لوبه د مساوي پایلې سره پای ته ورسېده. د طوفان هریرود ټیم ستونزه غضبناکه لوبه وه چې د دې کړنې له امله یې د لوبې د څارونکي څخه ۴ زیړ کارتونه ترلاسه کړل. فرزاد عطايي او عبدالحق تیموري دواړو یو یو ځلې زیړ کارت ترلاسه کړ او شکیب فقیري د دوو زیړو کارتونو په ترسره کولو سره د لوبې په ۷۳ دقه کې د لوبې څخه ووېستل شو. 

د میوند اتلان ټیم، د تېر کال د اتل مرستیال، سیمرغ البرز سره په خپله لوبه کې ډېر ښه وځلېد او د ۳ پر ۱ پایلې سره یې دې ټیم ته ماته ورکړه. 

تاسو کولای شئ د سیالیو وروستي خبرونه په ژوندۍ بڼه د تویتر: AfPremierLeague، فیس بوک: AfghanPremierLeague او یوتیوب : www.youtube.com/AfghanPremierLeague   له لارې وڅېړئ.