مرتضی هغه پنځه کلن ماشوم دی چې د فوټبال د نړۍ د مشهوره ستوري لسمه شمیره کمیس يې په انټرنټ مشهور شو. دې ماشوم اوس اوس د یاد لوبغاړي اصلي کمیس د هغه له امضا سره تر لاسه کړی دی.
دا ماشوم چې د میسي تر ټولو غوره مینه وال شمیرل کیږي یو پنځه کلن ماشوم دی چې مرتضی احمدي نومیږي او د غزني ولایت اړوند په جاغوري ولسوالۍ کې اوسیږي.

د میسي اداري ټیم د پنج شنبي په ورځ تایید کړه چې دوی یاد ماشوم ته د میسي کمیس او د فوټبال یو توپ لیږلی دی. میسي د بارسلونا د لوبډلې یو بریدګر لوبغاړی دی چې پنځه ځله يې د کال د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړې ده.
مرتضی وايي چې: " زه له میسي سره مینه لرم او زما کمیس ښیې چې میسي هم له ما سره مینه لري".