په هغه لیکنه کې چې په پورتني عنوان سره د علي محمد لطیفي له خوا د لاس انجلس ټایمز د مشهورې ورځپاڼې لپاره لېکل شوې ده، لطیفي د شفق ایوبي په اړه چې د سپین غر بازانو یو ستوری لوبغاړی دی، لیکنه کړې ده. لطیفي وړاندې لیکي چې شفق ایوبي د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې زیږیدلی او د خپلو نورو همزولو په څېر په یوه غریبه کورنۍ کې دنیا ته راغلی دی. ده په اوه کلنۍ کې د فوټبال لوبه پیل کړې ده او اوس چې ۲۳ کاله عمر لري، دی توانیدلی دی چې د سپین غر بازانو لوبډلې ته لاره پیدا کړي. ایوبي چې ټول وروڼه يي د فوټبال لوبغاړي وو، له خپلو وروڼو څخه ډېر مخکي شوی او اوس د افغانستان روشن په غوره لیګ کې يې ځان ته ځای پیدا کړی دی. د افغانستان روشن غوره لیګ چې په ۱۳۹۱ کال کې شروع شو، کال په کال يي د مینه والو په زړونو کې محبوبیت نور هم زیاتیږي.

که غواړئ ټوله مقاله ولولئ، لاندیني لینک ته سر ورښکاره کړئ:
 http://www.latimes.com/world/afghanistan-pakistan/la-fg-afghanistan-socc...