د حیرانوونکي سیمهییزو ټورنمنټونو د پای څخه وروسته چې د افغانستان په ۸ سیمو کې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د شته ۸ لوبډلو لپاره د ۲۶ لوبغاړو د ټاکلو لپاره ترسره شول، اوس د لوبډلو خپلمنځي لوبو ته نوبت رارسېدلی چې د هرې لوبډلې ۲۱ پایلني لوبغاړي وټاکل شي. دا د هغو ۲۶ لوبغاړو لپاره پایلنی ټسټ دی چې پخوا د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبډلو لپاره ټاکل شوي دي. په دې ټسټ کې لوبغاړي کولی شي په پایلني نوملړ کې د شتون لپاره خپلې وړتیاوې ښکاره کړي.
په ۱۳۹۳ کال کې، عقابان هندوکش په ښه توګه ګروهي پړاو شاته پرېښود څنګه چې «شاهین آسمایي»، د اتلولۍ د سرلیک دفاعکوونکې لوبډلې ته یې ۱-۲ په پایلې سره ماتې ورکړه. د نیمه پایلوبو په پړاو کې د میوند اتلان په نوم د یوه ستر خنډ سره مخامخ شول خو وتوانېدل چې هغوی ته په ماتې ورکولو سره د دې څپرکي پایلوبې ته لاره پیدا کړي. له هغه ځایه چې په پایلوبه کې دا د هغوی لومړنی شتون وو، دا پېښه د هغوی لپاره ډېره حیرانوونکې وه که څه هم شاهین آسمایي وکولی شول چې ۱-۳ په پایلې سره دا جام له هغوی په خپل نوم کړي.
په دې کال کې، عقابان هندوکش خپل یو غوره او وفاداره لوبغاړی، انور اکبری، د بل ځل لپاره له ځانه سره لري. هغوی ۱۳ نوې څېرې خپلې ټولګې ته زیاتې کړې او هغوی ټولو لوړه کړې چې په پایلوبه کې چې د هرې لوبډلې سره مخامخ شي، د دې څپرکي د اتلولۍ سرلیک به ترلاسه کوي.
د هغو لوبغاړو لپاره چې په دې ۸ لوبډلو کې یې د ګډون چانس موندلی، دا پیښه د هغوی په ژوند کې د عطف ټکي په شان ده. د افغانستان روشن غوره لیګ هغوی د پاملرنې لاندې راولي، او د هغوی د فوټبالي پیاوړتیا د ښکارولو او برملا کولو لپاره ډېر فرصتونه برابروي؛ هغه فرصتونه چې د هغوی د شخصي او مسلکي ژوند په وده کې ورسره مرسته کوي.
د ملي غوره استعدادونو د پیدا کولو لپاره، د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی او معاون یې د هغو لوبغاړو د کیفیت د لوړوالي په اړه چې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې لوبېږي، خپله ژمنه اعلان کړې ده؛ هغوی به د غوره لیګ پیاوړو لوبغاړو ته؛ په ملي لوبډله کې د شتون لپاره بلنه ورکړي. د افغانستان روشن غوره لیګ ټورنمنټ، د افغانستان ترټولو لوی فوټبالي پېښه، د ۱۳۹۴ کال د وږي په ۵ په لاره اچول کېږي.