د ٢١ وروستیو لوبغاړو د ټاکنې په موخه د طوفان هریرود د ټیم د جوړولو لپاره د ټیمونو تر منځ لوبه د ٢٢ جون په ورځ په کابل ښار کې ترسره شوه.
د سیمه ییزو ټورنمنټونو د پړاو څخه ٢٦ ټاکل شوي لوبغاړي په دوو ټیمونو وېشل کېږي او د یوې لوبې د ترسره کولو لپاره د یو بل پر وړاندې شتون مومي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلین او روزل شوي څارونکي به د دې لوبې قضاوت پر غاړه ولري. هغوي ٢١ وروستي لوبغاړي د هغوی د لوبې د کیفیت پر بنسټ د طوفان هریرود چې د غرب زون استازی دی، ټاکي.

٨ ټیمونه به د ٨ زونونو څخه، په آر ای پي ال کې د اتلولۍ د مقام د ترلاسه کولو لپاره د آګوست د پای نېټې څخه د اکتوبر تر لومړیو نېټو پورې د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي.