د هېواد د ختیځ زون استازې، طوفان هریرود نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۳۰ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې د سیمرغ البرز پر وړاندې ولوبېدل. دا د غوره لیګ شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو اتمه سیالۍ وه. د دواړو لوبډلو تر منځ د یوې ګرانې سیالۍ وروسته، دا لوبه د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل.

طوفان هریرود د خپل درې امتیازونو ترلاسه کونې لپاره ډېر په جدي توګه د دې لوبې د بریا تمه درلودل مګر د مساوي پایلې سره، یادې لوبډلې یوازې یو امتیاز ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې د هغو سیالې لوبډلې، سیمرغ البرز یو بل امتیاز هم په خپل نامه ثبت کړ او اوس‎مهال دا لوبډله په ټوله‎ییزه توګه څلور امتیازونه لري.

قیس رحیمي، د سیمرغ البرز دفاع‎کوونکي ډېر ژر په پنځمې دقیقې کې د یوي ښکلې ضربې سره خپله لوبډله تر خپل سیال وړاندې کړه. د قیس رحیمي ضربې سره توپ د طوفان هریرود ګول ته ورسېد، څرنګه چې له دې ګول سره، سیمرغ البرز د خپلې بریا په اړه لا ډاډه شوه.

 بلې خوا ته، طوفان هریرود هم په ۱۸ دقیقې کې د خپل لومړني ګول سره خپل سیال ته ډېر ښه ځواب وړاندې کړ. دا ګول غلام رضا ایوبي د یو ډېر ښه برید په ترڅ کې ترسره کړ او د لوبې پایله یې مساوي کړه. مګر د دې ګول وروسته، په لومړۍ نیمې کې د دواړو لوبډلو ټولې هڅې او بریدونه پرته له کوم امتیاز تم او خنثی شوه.

دوهمې نیمې کې هم، لوبه تر ۷۱ دقیقې پورې د ځانګړي شېبو څخه تشه وه، تر هغو پورې چې سیمرغ البرز د یو پنالټي غوره فرصت ترلاسه کړ مګر د طوفان هریرود ګول‎ساتونکي، فیصل حمیدي د خپلې سیالې لوبډلې ضربه ډېر په غوره توګه دفع کړه او سیمرغ له دې فرصت څخه هیڅ کومه ګټه ترلاسه نه کړه.

په دوهمې نیمې کې د پرلپسې هڅو سربېره، هیڅ یوې لوبډلې و نه شو کولای د لوبې ۱ – ۱ پایلې ته بدلون ورکړي. قیس رحیمي د سیمرغ البرز لوبغاړي د شپږم څپرکې لومړنی سور کارټ ترلاسه کړ.

دواړو لوبډلو په مساوي توګه، ۵۰ سلنه توپ او میدان په واک کې درلود. د طوفان هریرود لوبغاړي رحمت الله خیرخواه د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.