د حیرانوونکو سیمه‏ییزو ټورنمنټونو څخه وروسته چې د افغانستان په ۸ سیمو کې په لاره واچول شول، د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د شته هرې لوبډلې لپاره ۲۶ لوبغاړي وټاکل شول. وروسته له هغه بیا نوبت د لوبډلو خپل‏منځي سیالیو ته راورسېده تر څو د هرې لوبډلې لپاره ۲۱ پایلني لوبغاړي وټاکل شي. دا سیالۍ، د ۲۶ لوبغاړو لپاره وروستنی امتحان دی چې پخوا د افغانستان روشن غوره لیګ ۸ لوبډلو لپاره د سیمه‏ییزو ټورنمنټونو په لړ کې ټاکل شوي ول.

شاهین آسمایي د افغانستان روشن د غوره لیګ د اتلولۍ د سرلیک دفاع‏کوونکې او کېدای شي د افغانستان روشن په غوره لیګ کې ترټولو پیاوړې لوبډله وي. په داسې حال کې چې دا لوبډله یوازې د کابل استازیتوب کوي، په دې لوبډله کې لوبېدل د هېواد د ټولو فوټبالیسټانو هیله ده. تېره اونۍ، د ۱۳۹۴ کال لپاره د دې لوبډلې د ۲۱ پایلني لوبغاړي د شین لوبغالي د خپرونې په واسطه د طلوع ټلویزیون له لارې اعلان شول. دا شېبه د ۲۶ لوبغاړو لپاره چې د پایلني لیسټ په تمه وو، ډېره حیرانوونکې وه.

د هغو لوبغاړو لپاره چې په دې ۸ لوبډلو کې یې د ګډون چانس موندلی، دا پیښه د هغوی په ژوند کې د عطف ټکي په شان ده. د افغانستان روشن غوره لیګ هغوی د پاملرنې لاندې راولي، داسې پېښه چې د ټولو پام دوی ته راګرځوي او د هغوی د فوټبالي پیاوړتیا د ښکارولو لپاره ډېر فرصتونه برابروي تر څو د هغوی مسلکي او شخصي ژوند لا ښه پرمخ ولاړ شي.

په دې کال کې، د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي او معاون یې د هغو لوبغاړو د کیفیت د لوړوالي په اړه چې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې لوبېږي، خپله ژمنه اعلان کړې ده؛ هغوی د غوره لیګ غوره لوبغاړي، ملي لوبډلې ته رابلي.