د افغانستان روشن غوره لیګ د تېر کال اتل، شاهین آسمايي به د وروستۍ نیمې په لومړۍ لوبه کې د پرمختګ په حال کې ټیم، یعنې د سپین غر بازان په وړاندې نن د غرمې وروسته په ۰۳:۳۰ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په استدیوم کې لوبه ترسره کړي.
د سپین غر بازان ټیم، د میوند اتلان ټیم ته د ماتې ورکونې څخه وروسته د ب په ډله کې دوهم ځای خپل کړ. همدارنګه سپين غر بازان د وروستي ټيم په توګه، د وروستۍ نیمې پړاو ته لاره وموندله او لوړه روحیه یې ترلاسه کړه. هغوی هیله لري تر څو د هغه شهرت څخه چې د بریا څخه یې ترلاسه کړی د شاهین آسمايي په پرتله د غوره ټیم په توګه ګټه واخلي.
شاهین آسمايي د عقابان هندوکش په وړاندې خپله وروستۍ لوبه وبایلله. په هغې لوبه کې ګڼ شمېر لوبغاړي د ټیم سره نه ول، او په آسیايي لوبو کې یې د ملي ټیم لپاره لوبه کوله. دې لوبغاړو د سپين غر بازان په وړاندې د سیالۍ لپاره ځان په وخت راورساوه.

د دې سیالۍ د ژوندیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره کولائ شئ په آنلاین توګه د لاندېنیو ټولنیزو شبکو له لارې له مونږ سره اووسئ:

توییتر: AfPremierLeague

فیسیوک: AfghanPremierLeague

یوتیوب:  https://www.youtube.com/afpremierleague