د افغانستان روشن غوره لیګ د څلورم پړاو پایلوبه نن د شاهین آسمایی او د سپین غر بازان لوبډلو تر منځ په داسي حال کې پیل شوه چې د سپین غر لوبډلې د لوبې په لومړیو شیبو کې د شاهین په دروازه باندي سختي حملې تر سره او د سیالې لوبډلې د دروازې د خلاصولو لپاره يي سرخوږی جوړ کړ. د لوبې په څلورمه دقیقه کې د شاهین سمیع الله محمدي د سپین غر په دروازه باندي یوه قوي ضربه تر سره کړه خو د نوموړي دا ضربه له ګول څخه لیري ولاړه، که څه هم شاهین په ګول وهلو بریالی نشو خو دې ضربې یو ځل بیا شاهین آسمايي لوبې ته داخل کړ. ډیر ژر شاهین خپل متقابل بریدونه شروع کړل او د بازانو د ګول په ساحه کې يي د ګول وهني څو فرصتونه ځان ته برابر کړل. 

د لوبي په شپږمه دقیقه کې شاهین وکولای شول چې د سپین غر په دروازه باندي یوه دقیقه حمله تر سره کړي خو د بازانو ستوري ذوهیب اصیل یو ځل بیا په ښکلي انداز سره د خپلې دروازې دفاع وکړه. 

 په راوروستو شیبو کې د شاهین حشمت الله بارکزی او فردین حکیمي چې د منځنۍ کرښې له ښه ملاتړ څخه برخمن وو یو ځل بیا د سپین غر په دروازه باندي څو واریزي حملې تر سره کړې خو بیا هم د بازانو تکړه ګول ساتونکې ذوهیب اصیل ټولو ته د خپل ځانګړي استعداد نمونه وړاندي کړه او ويي کولای شول دا حمله هم په کامیابي سره دفع کړي. 

لومړۍ نیمايي بي له کوم ګول څخه پای ته ورسیده خو بیا هم د لومړۍ نیمايي په جریان کې د شاهین آسمايی لوبډلې په توپ باندي ډیر حاکمیت درلود. 

دوهمه نیمایي د حشمت الله بارکزي په هڅو سره په داسي حال کې پیل شوه چې ده غوښتل د خپلې لوبډلې په ګټه لومړی ګول تر سره کړي، د لوبې په ۵۴ دقیقه کې د بارکزي د سر یوه قوي حملي د بازانو په ګول باندي تر سره شوه خو دا توپ د بازانو له دروازي سره د څو سانټي مترو په توپیر سره پورته تیر شو. د بازانو د دفاعي او منځنۍ کرښې لوبغاړو لږ لږ د لوبې کنټرول له لاسه ورکړی وو او د بازانو دروازه ساتونکی ذوهیب اصیل څو واري د غوره لیګ د بهترینو بریدګرانو تر برید لاندي راغی. خو ذوهیب هره ازموینه په بریالیتوب سره پای ته ورسوله؛ ده د ګول د دفاع لپاره ځان بې له کومې ویرې په ځمکه واچولو، د شاهین دقیق شاټونه يي له دروازې څخه ایسته کړل او بالاخره د شاهین د حملې هره زاویه يي قطع کړه. د  ده د ښکلې لوبې په مټ بازان تر وروستیو شیبو په لوبه کې پاته شول. 

د لوبې د وروستیو شیبو په رارسیدو سره بازانو په ۷۵ مه دقیقه کې د شاهین په دروازه باندي بریدونه شروع کړل او د بازانو فقیر حسین همتي د شاهین په دروازه باندي بیا هم ښکلی شوټ تر سره کوي خو دا شوټ له دروازي څخه ارت تیر شو. 

د لوبي د ۹۰ دقیقي په رارسیدو سره د لوبي یوه اړخ هم کوم ګول تر سره نه کړای شو او په دې سره لوبه اضافي وخت ته ولاړه. د بازانو د لوبغاړو ځوانه انرژي د شاهین د لوبغاړو د نسبتاً ډیر عمر په وړاندي په ښکاره ډول محسوسیدله، د شاهین لوبډله په ناڅاپي توګه د بازانو تر سختو حملو لاندي راغله او د شاهین د دفاعي او منځنۍ کرښې لوبغاړو دا فشار احساسولای شو. 

شاهین آسمایی له اضافي وخت څخه پوره پوره ګټه پورته کړه او د اضافي وخت په ډیری وخت کې يي توپ د بازانو د جریمي په ساحه کې ولوباوه او په څو واریزو حملو سره يي د بازانو دروازه تر برید لاندي راوسته. په مقابل کې د ذوهیب اصیل د استعداد او د بازانو د ټولې لوبډلي ښکلی ترکیب وو چې پکې سپین غر وکولای شول د ۳۰ نورو دقیقو لپاره هم خپله دروازه ټینګه وساتي. 

د اضافي وخت په پای ته رسیدو سره بیا هم هیڅ یوې لوبډلې کوم ګول تر سره نه کړای شو او لوبه د پینالټي شوټونو برخلیک ټاکونکې مرحلې ته ورسیده.

د پینالټي شوټونو په مرحله کې د سپین غر بازانو لوبغاړي هر یو روهید سمندري، منان فراهي، غلام حضرت نیازی او رشاد حسن زاده په دې بریالي شول تر څو په ټولیزه توګه د خپلې لوبډلې لپاره ۴ ګولونه تر سره کړي خو په مقابل کې د شاهین آسمايي لوبغاړو تنها ۳ ګولونه تر سره کړل چې په دې سره د سپین غر بازان په دې بریالي شول چې د ۱۳۹۴ کال د افغانستان روشن غوره لیګ جام وګټي. 

د سپین غر بازانو له کلونو زحمت او کوښښ وروسته وکولای شول چې د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته لاره پیدا کړي او بیا په پایلوبه کې دوی په ټول قوت سره ولوبیدل تر څو د شاهین آسمايي په څیر غښتلې لوبډلې ته ماتي ورکړي. د سپین غر بازانو زړه ورې لوبډلې ته مبارکي وایو!