د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ د دوهمې اونۍ په افتتاحیه لوبه کې، د سپين غر بازان ټیم د طوفان هریرود په وړاندې په یوې دفاعي لوبه کې لوبه د مساوي پایلې سره پای ته ورسوله. دواړو ټيمونو خپل لومړني ګولونه په لومړۍ نیمه کې ترسره کړ

د سپين غر بازان ټیم لوبغاړي، عبدالمنان فراهي د دې کتنې په لومړنیو شېبو کې لومړی ګول ترسره کړ. د طوفان هریرود ټیم لوبغاړي حمیدالله کریمي، په ۳۷ دقه کې د هغه شوټ په ترسره کولو چې په ګول بدل شو، لوبه مساوي کړه

د طوفان هریرود یوازینۍ ستونزه په لوبه کې د نظم نه درلودل وه چې په پایله کې یې څلور زیړ کارتونه ترلاسه کړل. فرزاد عطایي او عبدالحق تیموري هر یو یو زیړ کارت ترلاسه کړ په داسې حال کې چې شکیب فقیري خپل دوهم زیړ کارت په ۷۳ دقه کې ترلاسه کړ او دا کار د ډګر څخه د هغه د وتلو لامل وګرځېد. د سپين غر بازان ټیم لوبغاړي وزیر شریفي، په ۲۰ دقه کې زیړ کارت ترلاسه کړ 

د دې کتنې د غوره شېبو د لیدو لپاره، د ورځې د ویډيو ځانګړې شېبې ووینئ