د افغانستان غوره لیګ د پرلپسې شپږم کال لپاره د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار کې د ختیځ زون ټورنمنټ ترسره کړ، هغه برخه‎ټاکونکې سیالۍ چې د دې زون استعداد لرونکي فوټبالیست ځوانانو لپاره په لاره واچول شوې تر څو هغوی وکولای شي «د سپین غر بازان» لوبډلې ترکیب ته لاره ومومي. دا ټورنمنټ د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي د ۲۳ نېټې څخه د غبرګولي تر ۲۶ نېټې پورې په لاره واچول شوې. پنځه لوبډلو «ننګرهار الف"الف"»، «ننګرهار"ب"»، «نورستان»، او کنړ په دې سیالیو کې ګډون وکړ.

«د سپین¬غر بازان» لوبډله د افغانستان غوره لیګ له ختیځ زون څخه استازیتوب کوي؛ د ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان ولایتونه په دې زون کې شاملېږي. دا لوبډله د افغانستان غوره لیګ کې ښه مخینه لري. په ۲۰۱۵ کال کې، «د سپین¬غر بازان» د لومړي ځل لپاره د افغانستان غوره لیګ اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړ؛ که څه هم، بریالې نه شوه چې په ۲۰۱۶ کال کې دا سرلیک خوندي کړي.

د دې لپاره چې «د سپین‎غر بازان» وکولای شي بیاځلي خپل ویاړ ترلاسه کړي او د ۱۳۹۶ کال جام کې د اتلولۍ لپاره خپل اړین ظرفیتونه پیدا کړي، د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي پلاوو جلال¬آباد ښار ته سفر وکړ تر څو «د سپین¬غر بازان» لوبډلې ترکیب لپاره ۲۱ غوره لوبغاړي پیدا کړي.

د روان کال سیمه‎ییزو سیالیو لپاره، د ننګرهار «الف» لوبډلې د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ طلایي مقام خپل کړ او د نورستان لوبډله د دوهم مقام ګټونکې شوه. د دې زون د مېړانې لوبې ډالۍ لغمان ته ورکړل شوه. شفیق ایوبي، د ننګرهار «الف» لوبډلې بریدکوونکي د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه او ذهیب اصیل د غوره ګول ساتنکي جایزه خپله کړه.

د افغانستان غوره لیګ اصلي بهیر په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالیو د کلیپونو نندارې لپاره د www.youtube.com/afghanpremierleague یوټیوب پاڼې ته مراجعه وکړئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې ww.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. همدارنګه، د خپل خوشې وړ لوبډلې د انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې Afghanpremierleague.official. څخه لیدنه وکړئ.