د یوې هیجانوونکې سیالۍ وروسته، «د سپینغر بازان» د «عقابان هندوکش» پر وړاندې ځي. دا سیالۍ نن، د ۱۳۹۵ کال د وږې په ۱۱ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ دقو، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. دا لوبه، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پنځمه سیالۍ ده.
دواړې لوبډلې، د سپینغر بازان او عقابان هندوکش، په خپل لومړي کتنې کې د سیمرغ البرز او موجهای آمو پر وړاندې ولاړې. تېره اونۍ، د سپینغر بازان وکولای شو د دوو ګولونو وروسته لوبه د ۲ – ۲ مساوي پایلې سره پای ته ورسوي. د سپینغر بازان ۱۳۹۴ کال کې وکولای شو د افغانستان روشن غوره لیګ اتل شي په داسې حال کې چې عقابان په هماغه څپرکې کې، د سپینغر له خوا د سیالیو له بهیر څخه حذف شو.
تېره اونۍ د عقابان هندوکش او موجهای آمو تر منځ سیالۍ کې، لوبه ۶۰ سلنه د عقابان په واک کې وه او په پای کې هغوی د ۱ – ۰ پایلې سره د موجّهای آمو څخه مغلوب شوه. ښایي چې د عقابان یوه مثبته ځانګړتیا، د پرلپسې بریدونو طراحي او جوړښت ده. دا لوبډله په ۱۳۹۳ کال کې خپل د پېژندل شوي څېرو، ایمل ګریوال او فرهاد توتاخیل د بېرته راتګ سره، ډېر واک ترلاسه کړی.
دواړې لوبډلې د نن ورځې په سیالۍ کې د زیات شمېر امتیازونو ترلاسه کونې لپاره هلېځلې کوي، ځکه چې دا امتیازونه کولای شي وروستي پړاو ته د هغو د صعود لپاره ډېره زیاته مرسته وکړي.
دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوپ پاڼې ((www.youtube.com/afghanpremierleague له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.