کریسټیانو رونالډو وکولای شول چې له اتلیتیکو بیلبو سره په لوبه کې د دوه ګولونو په تر سره کولو سره له خپلې لوبډلې سره مرسته وکړي چې سیالې لوبډلې ته د ۴-۲ په پایلې سره ماتې ورکړي.

رونالډو د همدې لوبې په دوهمه دقیقه کې وکولای شول چې د لالیګا په سږني فصل کې خپل شلم ګول هم تر سره کړي.

د اتلیتیکو مساوي کوونکی ګول بیا جاویر ایراسو تر سره کړ خو ډیر ژر کریم بینزما وکولی شول چې د لوبې پایله د ۲-۱ په شکل په بل مخ واړوي.

د لومړۍ نیمايي څخه څو شیبې مخکي ټوني کروز وکولی شول چې د ریال مادرید دریم ګول هم تر سره کړي خو له دې سره سره رونالډو بیا هم خپل دوهم او د خپلې لوبډلې لپاره څلورم ګول تر سره کړ.

دې بریا له ریال سره مرسته وکړه چې د لالیګا د نمرو په جدول کې له اتلیتیکو مادرید څخه مخته شي خو اوس لا هم له بارسلونا څخه وروسته په دوهم مقام کې ځای لري.

د ریال مادرید لوبډلې د زین الدین زیدان په مشرۍ کې تر اوسه په پرله پسې اوو لوبو کې بریا تر لاسه کړې ده.