د شاهین آسمایي او د اباسین څپې لوبډلو تر منځ د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ ډلهییز پړاو پنځمه سیالۍ، او په ډلهییز پړاو کې د دواړو لوبډلو لهخوا دوهمه لوبه، نن د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۱۹ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره اچول کېږي.

د «الف» ډلې څخه دواړو نوموړو لوبډلو تر اوسه پورې درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي. د اباسین څپې، هغه لوبډله چې تېر کال یې د ډلهییز پړاو نوملړ کې وروستۍ ځای درلود، د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ ډلهییز پړاو لومړنۍ سیالۍ کې د سپینغر بازان، د تېر کال دریم مقام ګټونکې لوبډلې پر وړاندې، ډېره پیاوړې ښکاره شوه. دې سیالۍ کې د بریا سره، د اباسین څپې خپل درې امتیازونه ترلاسه کړه.

بلې خوا ته، شاهین آسمایي چې پر ټولو لوبډلو باندې د پام وړ اغېزه لري، د افغانستان غوره لیګ اووهم څپرکې رحماني بنسټ د ډلهییز پړاو لومړني سیالۍ کې خپل سیال، موجهای آمو ته ماتې ورکونې سره درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړل.

مجتبی فیض، د شاهین آسمایي روزونکي وویل: «د دې لپاره چې موږ وکولای شو آرامه فکر ولرو او نیمهپایلني پړاو ته لاره پیدا کړو، دا سیالۍ مو یوه جدي سیالۍ ګڼلې، زموږ ځوانان دې میدان کې د بریا لپاره چمتو دي تر څو زموږ وروستۍ سیالي برخهلیک بدلوونکې نه وي. باید وویل شي چې دا سیالۍ هم ډېره اړینه ده او شاهین آسمایي د بریا لپاره میدان ته ځي». هغوی زیاته کړه: «موږ په دې سیالۍ کې یو شمېر بدلونونه رامنځ ته کړي، کېدای شي دوه یا درې لوبغاړي مو بدل شي او همدارنګه په خپل تلنلارې کې مو هم بدلون رامنځ ته کړی. د شاهین سیاله لوبډله هم ښه لوبډله ده چې د بېلابېلو ولایتونو څخه غوره لوبغاړي په خپل ترکیب کې لری او هڅه کوي چې د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې کې ښې لاسته راوړنې ولري. له دې امله، موږ هم دا سیالۍ ډېره جدي ګڼلې او زما په آند دا د دواړو لوبډلو لپاره اړینه لوبه ده او کولای شي نیمهپایلني پړاو ته د رسېدنې لپاره د دواړو لوبډلو سره مرسته وکړي او موږ د خدای په مرسته ګټونکي کېږو».

د اباسین څپې روزونکي، ښاغلي الیاس منوچهري وویل: «زموږ لوبډله د شاهین آسمايي پر وړاندې لوبې ته چمتو ده. ټوله لوبغاړي مو چمتو دي، یوازینې ستونزه مو دا ده چې ځوانان ستړي دي څرنګه چې د استراحت لپاره یې یوازې یوه ورځ فرصت درلود او اوس بله لوبه ترسره کوي. پرته له دې بله کومه ستونزه نه شته او موږ د شاهین پر وړاندې لوبېږو. موږ لا هم ډېره هیله لرو ځکه چې زموږ په ډلې کې ډېرې سیالۍ لا تر اوسه پاته دي او موږ خپلې بشپړې هلېځلې کوو تر څو نیمهپایلني پړاو ته ورسېږو». ښاغلي منوچهري زیاته کړه: «شاهین آسمایي یو له تر ټولوه غوره لوبډلو څخه ده چې تر اوسه یې څو ځله د اتلولۍ سرلیک ګټلی او زیاتره ملياغوستونکي لوبغاړي په خپل ترکیب کې لري چې ځینې یې زما خپل لوبغاړي وه او زموږ سیاله لوبډله تر یوه حده پورې زموږ د تلنلارې په اړه پوهېږي خو بیا هم موږ خپله لوبه ترسره کوو، په دې هیله چې ښه پایله ترلاسه کړو.

د شاهین آسمایي او د اباسین څپې تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون ومومۍ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړهپورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)څخه ترلاسه کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېبپاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.