د افغانستان روشن غوره لیګ لوبغاړو، د امید لیسې څخه چې د طالبانو په واکمنۍ کې په ۱۳۷۸ کال کې جوړ شوی وو، کتنه وکړه. دا ښوونځی د ۱۴ تېرو کلونو په لړ کې، د هلکانو او انجونو د یو ډول روزنې سره په ښه توګه پرمخ تللی. دې لوبغاړو په داسې حال کې چې د هلکانو درسي ټولګیو جریان درلود، د هغوي نه کتنه وکړه او " نشه یې توکو ته نه" پيغام یې هغوي ته ورساوه. لوبغاړو د بېلابېلو ټولګیو، لابراتوار او کتابتون په شمول د ټول ښوونځي څخه کتنه وکړه. ماشومان له دې څخه چې دا لوبغاړي د هغوي لیدو ته ورغلي ول او خپل ځینې مهارتونه یې نندارې ته کېښودل، حیران شول.