د ۱۳۹۳ کال د تلې په ۲۴ نېټه د افغانستان روشن غوره لیګ او افغانستان فوټبال فدراسیون استازي، د ۱۳۹۳ څپرکي د غوره کړنې څخه د ستاینې په موخه د افغانستان پارلمان ته وبلل شول.
د پارلمان ورزشي کمېټې د دې مراسمو مسؤلیت درلود او ملي ټلوېزیون، ۱ شبکې او طلوع نیوز دا مراسم د پوښښ لاندې ونیول.
د افغانستان روشن غوره لیګ کمېشنر، شفیق ګوهري په خپل ویناوو کې د ورزش او د افغان نارینه وو او ښځنه وو د ورځنیز ژوند د یوې برخې په توګه تمرین د ارزښت په اړه خبرې وکړې. همدارنګه هغه د افغانستان روشن غوره لیګ د دریم څپرکي د نه باور وړ شېبو وېډیو نندارې ته وړاندې کړه. د افغانستان فوټبال فدارسیون څخه ډاکټر فایق، د فوټبال فدراسیون د خوست څانګې رییس ښاغلی ولي، د سیاسي چارو تحلیلګر پروفیسور مسعود هم، په دې مراسمو کې وینا درلوده.
د المپیک دوه مډال راوړونکو، روح الله نیکپا او نثار احمد بهاوي هم په دې مراسمو کې شتون درلود.
همدارنګه د پارلمان له خوا د فوټبال ورزش د ودې لپاره د افغانستان فوټبال فدارسیون او افغانستان روشن غوره لیګ ته ځینې جایزې ورکړل شوې.