د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکی د ټولو مینه‎والوپه وینا د هېواد په تاریخ کې یو له تر ټولو هیجانوونکی څپرکی وګڼل شو. څرنګه چې ګڼ‎شمېر افغانان د هېواد په ګوټ ګوټ کې او همدارنګه په بهرني هېوادونو کې مېشت افغانانو په ډېرې لېوالتیا هره شېبه دا بهیر تعقیب کړ. د افغانستان غوره لیګ د اصلي بهیر فوټبالي کمپاین، سیمه‎ییز ټورنمنټونه، او همدارنګه د اصلي بهیر لړۍ د تر ټولو تکړه لوبغاړو او لوبډلو تر منځ په بریالې توګه په پلي شو. 

د افغانستان غوره لیګ دې ځل ډېرې سترې لاسته‎راوړنې درلودې، په ځانګړې توګه وروسته له ۳۴ کلونو د ځلانده څراغونو په ړنا کې د شپې له‎خوا د لوبو په لاره اچونه د دې لیګ تر ټولو اړینه لاسته‎راوړنه ده. دا سیالۍ د شپې له‎خوا په سټوډیوم کې د زرګونو مینه‎والو له‎خوا هرکلۍ شوه. همدارنګه د سرشمېرنو پر اساس، کورنۍ او مېرمنې هم سږ کال په بې‎سارې توګه سټوډېوم ته لوبو نندارې راغلي وه؛ څرنګه چې له ۹۰۰۰ څخه زیاتره ننداره‎چیان د پایلنې سیالۍ نندارې لپاره سره راټول شوي وه چې له ۱۰۰۰ څخه زیاتره یې افغان مېرمنې وې. د یادونې وړ ده چې د ټولو امنیتي ګواښونو په شتون کې بیا هم خلک له ډېرې لېوالتیا سره د لوبو نندارې ته راغلل، او نه یوازې دا بلکې د نورو کلونو په پرتله لا زیات مینه‎وال د شپږم څپرکې لوبو نندارې لپاره راغلل. 

اته لوبډلې چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه استازېتوب کوي، د دې څپرکې په ډله‎ییز پړاو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. شاهین آسمایي، سیمرغ البرز، د سپین‎غر بازان، او د میوند اتلان هغه لوبډلې وې چې نیمه‎-پایلني پړاو ته یې لاره وموندل. د فوټبال مینه‎وال نیمه‎پایلني پړاو کې د شپږم څپرکې دوو تکړه لوبډلو لوبه د پام وړ هیجان سره ننداره کړه. شاهین آسمایي او د میوند اتلان د دې څپرکې دوه فاینلسټ ټیمونه شوه. 

شاهین آسمایي د خپل زرګونو مینه‎والو پر وړاندې دا څپرکی ډېر ښه پیل کړ او په پایلنې سیالۍ کې یې د یوې ډېرې هیجانوونکې لوبې وروسته خپل سیال، د میوند اتلان ته د ۴ – ۳ پایلې سره ماتې ورکړه او د دې څپرکې د اتلولۍ جام یې د څلورم ځل لپاره ترلاسه کړ. د شاهین آسمایي لوبډله د افغانستان غوره لیګ د دویم، دریم، پنځم او همدارنګه د شپږم څپرکې اتلولۍ سرلیک ترلاسه کړی. د ټولو هڅو سربېره، د هېواد د سهیل زون استازې، د میوند اتلان لوبډله په پرلپسې توګه د دوهم ځل لپاره د دویم مقام ګټونکې شوه. 

په نیمه‎پایلني پړاو کې، د سپین‎غر بازان لوبډلې د پام وړ لوبې وروسته د ۰ – ۱ پایلې سره خپل سیال، سیمرغ البرز ته ماتې ورکړه. له دې بریا سره، د سپین‎غر بازان لوبډلې د تېر کال په پرتله خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړه؛ څرنګه چې تېر کال یاده لوبډله په ډله‎ییز پړاو کې تم شوه. مګر بلې خوا ته، سمیرغ البرز و نه شو کولای دې څپرکې کې ښه وځلېږي او په پای کې یې د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې څلورم مقام ترلاسه کړ. 

امرالدین شریفي، د میوند اتلان بریدکوونکي، د دې څپرکې د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ. حمیدالله وکیلي، د اتلان ګول‎ساتونکي، د دې څپرکې د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه او مېړانې لوبې ډالۍ د طوفان هریرود لوبډلې ته ځانګړې شوه. 

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې بشپړ او همدارنګه د غوره شېبو کلیپونو د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې د لاسرسۍ وړ دي. د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو د انځورونو نندارې لپاره د (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ.